Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 9:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 نو تا هغوئ خپلو دشمنانو ته حواله کړل. په خپلو تکليفونو کښې هغوئ تا ته د مدد دپاره چغه کړه، او په آسمان کښې تا د هغوئ فرياد واورېدو. د خپل لوئ رحم په وجه تا هغوئ له خلاصوونکى ورولېږل چا چې هغوئ د دشمنانو نه بچ کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 9:27
19 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ اِسرائيلو له يو خلاصونکے راولېږلو، چې هغوئ يې د شاميانو نه آزاد کړل، نو اِسرائيلو د مخکښې په شان په امن کښې ژوند تېرولو.


خو د مالِک خُدائ مقصد دا نۀ وو چې د اِسرائيلو نوم او نشان ختم کړى، نو هغوئ يې د دوېم يربعام په ذريعه بچ کړل.


مالِک خُدائ ټول اِسرائيل رد کړو، هغوئ له يې سزا ورکړه او ظالمانو دشمنانو ته يې حواله کړل او په آخر کښې يې د خپل حضور نه وشړل.


خو تاسو زما، يعنې د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت کوئ او زۀ به تاسو د خپلو دشمنانو نه بچ کړم.“


نو مالِک خُدائ د بابل بادشاه راوستو چې په هغوئ حمله وکړى، تر دې چې د مالِک خُدائ په کور کښې هم هغۀ د يهوداه زلمى ووژل. هغۀ په ځوان يا بوډا، په نر يا ښځه، بيمار يا روغ په هيچا هم رحم نۀ کولو. خُدائ پاک هغوئ ټول ورته حواله کړل.


خو هغوئ دې هلته په صحرا کښې پرې نۀ ښودل، ځکه چې ستا رحم ډېر لوئ دے. تا نۀ د وريځې او نۀ د اور ستن لرې کړه چې د شپې او ورځې يې ورته لار ښودله.


او مونږ يې د خپلو دشمنانو نه خلاص کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده.


زۀ به ستاسو نه مخ واړوم، نو تاسو به شکست وخورئ او هغه خلق چې ستاسو نه نفرت کوى هغوئ به په تاسو حکومت وکړى، تاسو به دومره يرېږئ چې څوک درپسې نۀ وى بيا به هم منډې وهئ.


خلاصون ورکونکى به د صيون غرۀ ته بره وخېژى چې د ادوم په غرونو باندې حکومت وکړى. او مالِک خُدائ به پخپله بادشاه وى.


کله هم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له يو قاضى ورکړو، نو مالِک خُدائ به د هغه قاضى مل وو او خلق به يې د خپلو دشمنانو نه بچ کول چې تر کومې به هغه قاضى ژوندے وو. نو مالِک خُدائ به په هغوئ رحم کولو ځکه هغوئ د خپلو تکليفونو او مصيبتونو لاندې فرياد کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan