22 په قومونو او بادشاهو فتح کولو کښې تا د هغوئ مدد کولو، او تا خپل خلق په هر ځائ کښې آباد کړل. هغوئ د حسبون مُلک فتح کړو، چرته چې سيحون بادشاهى کوله، او د بسن مُلک، چرته چې عوج بادشاه وو.
هغۀ هغوئ له د نورو قومونو زمکه ورکړله، هغوئ ته هغۀ په ميراث کښې د نورو ګټه مفته ورکړله.
مالِک راپاڅېدو لکه څنګه چې څوک د خوب نه راويښ شى، لکه څنګه چې بنيادم د شرابو په نشه مست شى.
ما په خپل لوئ طاقت او زورَور لاس سره زمکه او په کښې ټول انسانان او ځناور پېدا کړل، او هر چا ته چې زما خوښه وى نو بيا دا هغوئ له ورکوم.
خو چې کله زمونږ پلار نيکۀ په دې مُلک کښې داخل شول او په دې يې قبضه وکړه نو هغوئ نۀ ستا واورېدل او نۀ يې ستا د شريعت پيروى وکړه. او هغوئ په هغه څۀ باندې عمل ونۀ کړو د کوم چې ورله تا حکم کړے وو. نو بيا ځکه تا دا ټول افتونه په هغوئ رانازل کړل.
کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې.
دا د هغې نه وروستو وُو چې مالِک خُدائ د اموريانو بادشاه سيحون له شکست ورکړے وو، چې هغۀ د حسبون په ښار بادشاهى کوله او د بسن بادشاه عوج، چې هغۀ د عستارات او ادرعى په ښارونو بادشاهى کوله.
ما به هغوئ بېخى تباه کړى وى، نو هيڅ څوک به هغوئ نۀ يادوى.
هغوئ د هغۀ او د بسن بادشاه عوج په مُلک قبضه وکړه، دا د اموريانو بل بادشاه وو چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته اوسېدو.
په کوم وخت کښې چې اموريان د بنى اِسرائيلو نه لاندې درې ته تښتېدل، نو مالِک خُدائ تر عزيقه پورې په هغوئ باندې لويه ږلۍ ووروله. په ږلۍ باندې د هغې نه هم زيات مړۀ شول چې څومره بنى اِسرائيلو وژلى وُو.
يشوَع هغه ټول مُلک قبضه کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. يشوَع دا بنى اِسرائيلو له ورکړو چې خپل ميراث يې شى او په هره قبيله باندې يې په حِصو کښې تقسيم کړو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.