چې کله بنى اِسرائيلو دا وليدل، نو هغوئ نۀ پېژندل چې دا څۀ شے دے او د يو بل نه يې تپوسونه کول، ”دا څۀ دى؟“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”دا هغه روټۍ ده چې مالِک خُدائ تاسو له د خوړلو دپاره درکړې ده.
هغوئ به هيڅکله نۀ اوږى شى او نۀ به کله تږى شى. د نمر او د صحرا ګرمى به هغوئ نۀ تنګوى، د هغوئ مشرى به هغه ذات کوى چې څوک د هغوئ سره مينه کوى. او هغه به يې د اوبو چينو له بوځى.
زۀ به لاندې راشم او هلته به تا سره خبرې وکړم او چې ما کوم روح تا له درکړے دے د هغې نه به لږ واخلم او هغوئ له به يې ورکړم. بيا به هغوئ ستا مدد کوى او چې د دې خلقو ذمه وارى واخلى، نو دا ذمه وارى به يواځې ستا په سر نۀ وى.
عيسىٰ هغې ته جواب ورکړو چې، ”کۀ چرې تا ته د خُدائ پاک د نعمت پته وے، او بله دا چې څوک چې ستا نه د څښلو اوبۀ غواړى دا څوک دے، نو تا به د هغۀ نه دا خواست کړے وو او هغۀ به تا له د ژوندون اوبۀ درکړې وې.“
چې بنى اِسرائيلو د هغه پېداوار په اول ځل وخوړو نو من پرې بند شول او نور من ورته نۀ مِلاوېدل. نو هم د هغه وخت نه هغوئ به هغه څۀ خوړل چې په کنعان کښې پېدا کېدل.