Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 9:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ټولو بنى اِسرائيلو د پردى وطن د خلقو نه ځانونه جدا کړى وُو. بيا هغوئ ودرېدل او د هغه ګناهونو اِقرار شروع کړو کوم چې هغوئ او د هغوئ پلار نيکۀ کړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 9:2
24 Iomraidhean Croise  

خو د خپلو خلقو سوال اوره. کۀ هغوئ د جلاوطنۍ په مُلک کښې توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او دا اِقرار وکړى، چې هغوئ څومره ګناهګار او بدعمله دى، نو اے مالِکه خُدايه، د هغوئ سوال اوره.


نو اوس مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او هغه کار کوئ چې هغه پرې رضا کيږى. د پردى مُلک د هغه خلقو نه خپل ځانونه جدا کړئ چې کوم زمونږ په مُلک کښې اوسيږى او د غېرو قومونو د ښځو نه ځان خلاص کړئ.“


دا قربانۍ هغه ټولو بنى اِسرائيلو وخوړلې چې څوک د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ورسره هغه خلقو هم وخوړلې چا چې د غېرو قومونو غلط رسمونه پرېښى وُو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت وکړى.


کله چې دا هر څۀ وشول نو د بنى اِسرائيلو څۀ مشران راغلل او ما ته يې ووئيل چې خلقو، اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه د ګاونډى مُلکونو يعنې عمون، موآب، مِصر، کنعان، حِتى، فرزى، يبوس او امورى مُلک د خلقو نه جدا نۀ ساتل. دوئ هم هغه حرام کارونه کول چې کوم هغه خلقو کول.


مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، تۀ صادق يې، خو تا مونږ پرېښودو چې ژوندى پاتې شُو. مونږ په ګناه کښې ستا په وړاندې ولاړ يُو، خو د دې ګناه په وجه زمونږ يو کس هم دا حق نۀ لرى چې ستا حضور ته راشى.“


يهوديانو سړو د پردى مُلک ښځو سره ودونه کول، نو په دې وجه د خُدائ پاک مقدس خلق پليت شول. د افسوس خبره دا ده چې مشران او آفسران په دې بدعملۍ کښې د هر چا نه وړاندې وُو.


مالِکه خُدايه، ما ته وګوره او زما سوال واوره، لکه څنګه چې زۀ ستا د خِدمتګارانو يعنې بنى اِسرائيلو دپاره شپه او ورځ دُعا کوم. زۀ دا اِقرار کوم چې مونږ بنى اِسرائيلو ګناه کړې ده. ما او زما پلار نيکۀ ګناه کړې ده.


مونږ يعنې بنى اِسرائيلو، اِمامانو، ليويانو، څوکيدارانو، سندرغاړو، د خُدائ پاک د کور خِدمتګارانو او هغه نورو ټولو خلقو د خُدائ پاک د قانون د تابعدارۍ په بنياد خپل ځانونه د پردى مُلک د هغه خلقو نه جدا کړى وُو کوم چې زمونږ په مُلک کښې اوسېدل. مونږ د خپلو ښځو او د هغه ټولو بچو سره د کومو عُمر چې پوهېدو ته رسېدلے دے،


مونږ د خپلو مشرانو سره په يو قسم کولو کښې شريک شُو او ومو وئيل چې مونږ کۀ قسم مات کړو نو په مونږ دې لعنت وى او دا چې مونږ به د خُدائ پاک د قانون په مطابق خپل ژوند تېروو، هم هغه قانون کوم چې خُدائ پاک د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه راکړے وو، چې مونږ به هغه هر څۀ منو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې حُکم راکوى، او چې مونږ به د هغۀ ټول قانون او اصُول منو.


کله چې بنى اِسرائيلو دا حُکم واورېدو نو هغوئ د قوم نه د پردى مُلک ټول خلق وويستل.


نو ما خلق د پردى مُلک د هر يو څيز نه صفا کړل، ما د اِمامانو او ليويانو دپاره اصُول ځکه جوړ کړل چې هر يو کس خپله خپله ذمه وارى وپېژنى،


ما ته تحفُظ او ما ته خلاصون راکړه، او د غېرو د لاسونو نه خلاصون راکړه، د چا خولۀ چې د دروغو نه ډکه ده، او د چا لاسونه چې دوکه باز دى.


د بره نه خپل لاس راوغزوه، ما ته تحفُظ او خلاصون راکړه، د زورَورو اوبو او د غېرو لاسونو نه،


هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.


اے مالِکه خُدايه، تا خپل خلق، د يعقوب اولاد رد کړے دے. ځکه چې هغوئ خپل مُلک د نمرخاتۀ د طرف د جادوګرۍ نه ډک کړے دے. د فلستيانو په شان هغوئ هم فالګرو له ځى او د بل مُلک خلقو سره غاړه غټۍ اوسيږى.


اے مالِکه خُدايه، مونږ ستا خِلاف بدکارونه کړى دى، مونږ د خپلو بدو کارونو او د خپل پلار نيکۀ د بدو کارونو اِقرار کوُو.


تۀ صرف د خپلو ګناهونو اقرار وکړه چې ګناهګار يم او تا د خپل مالِک خُدائ خلاف سرکشى کړې ده، او تا د هرې شنې ونې د لاندې د پردو بُتانو عبادت کړے دے او زما د کلام تابعدارى دې نۀ ده کړې، مالِک خُدائ دا فرمائى.


نو چې کله ما خبرې او دُعا کوله او د خپلې ګناه او زما د قوم د بنى اِسرائيلو د ګناه اقرار مې کولو او خپل مالِک خُدائ ته مې د هغۀ د مقدس غر دپاره زارى کوله،


هغوئ د مالِک خُدائ سره بې‌وفائى کړې ده، او حراميان بچى يې پېدا کړى دى. نو اوس به نوې مياشت هغوئ سره د جائيداد لواړ تېر کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan