نحمياه 8:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 هغوئ ورته د خُدائ پاک شريعت ولوستلو او د دې تشريح يې ورته وکړه، چې خلق يې په مطلب باندې پوهه شى. Faic an caibideil |
کله چې خلقو ته پته ولګېده چې د شريعت مطالبه څۀ ده، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه. نو نحمياه چې حکمران وو، عزرا چې د شريعت اِمام او عالِم وو او هغه ليويانو چې د شريعت تشريح يې کوله هغوئ ټولو هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”دا ورځ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک دپاره مقدسه ده، نو تاسو له نۀ دى په کار چې غم يا ژړا وکړئ.