نحمياه 8:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 بيا هغوئ په خپلو خپلو ځايونو باندې ودرېدل، او دې ليويانو ورته د شريعت تشريح وکړه، يشوَع، بانى، سربياه، يمين، عقوب، سبتى، هودياه، معسياه، قليتاه، عزرياه، يوزبد، حنان او فلاياه. Faic an caibideil |
هغۀ د بنى اِسرائيلو اُستاذانو يعنې هغه ليويانو ته هم دا اصُول وښودل، چې هغوئ مالِک خُدائ ته وقف شوى وُو، ”د لوظ صندوق د مالِک خُدائ په هغه کور کښې کېږدئ کوم چې د داؤد زوئ سليمان بادشاه جوړ کړے دے. تاسو به نور دا يو ځائ نه بل ځائ ته نۀ وړۍ، خو تاسو به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک او د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو خِدمت کوئ.