17 هغه ټول خلق کوم چې د جلاوطنۍ نه واپس راغلى وُو هغوئ جونګړې جوړې کړې او په هغې کښې اوسېدل او هر يو کس جذباتى او خوشحاله وو. د نون زوئ يشوَع د وخت نه پس داسې نۀ وُو شوى.
چې هغوئ د مالِک خُدائ په حضور کښې خوراک څښاک وکړو نو په هغه ورځ هغوئ ډېر خوشحاله وُو. هغوئ په دوېم ځل سليمان بادشاه جوړ کړو. هغوئ د مالِک خُدائ په نوم سليمان د بادشاه په توګه او صدوق د اِمام په توګه مقرر کړو.
د يروشلم ښار د خوشحالۍ نه ډک وو، ځکه چې د داؤد زوئ سليمان د وخت نه پس هيڅکله هم داسې نۀ وُو شوى.
د سموئيل پېغمبر د وخت نه د فسحې اختر دغه شان نۀ وو شوے. په پخوانو بادشاهانو کښې يو کس کله هم د فسحې داسې اختر نۀ وو کړے، چې کوم يوسياه بادشاه، اِمامانو، ليويانو او د يهوداه، اِسرائيل او د يروشلم خلقو وکړو.
هغۀ د هرې مقدسې ورځې دپاره د موسىٰ د شريعت د حُکم په مطابق سوزېدونکې نذرانې پېش کړې، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې اخترونو او د کال درې کلنى اخترونو: د پتيرې روټۍ اختر، د رېبلو اختر او د جونګړو اختر.
هغوئ د اصُولو په مطابق د جونګړو اختر وکړو، هغوئ هره ورځ د هغه ورځې مقررې قربانۍ پېش کولې،
نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې کوم ځائ خوښ کړے وى نو په هغه ځائ کښې اووۀ ورځې اختر وکړئ. خوشحاله اوسئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو فصل او ستاسو کار له برکت ورکړے دے.
هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو.
او د ايمان په وسيله په هغه مُلک کښې د مسافرو په شان دېره شو د کوم چې ورسره لوظ شوے وو، او سره د اِسحاق او يعقوب چې هغوئ هم په هغه لوظ وارثان وُو، په خېمو کښې اوسېدل.
ځکه کۀ چرې يشوَع هغوئ په آرام کښې داخل کړى وے نو خُدائ پاک به د هغې نه پس د بلې ورځې په حقله ذکر نۀ وو کړے.
د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د مرګ نه پس مالِک خُدائ د موسىٰ مددګار د نون زوئ يشوَع سره کلام وکړو.