Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 8:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 نو هغوئ ورته دا اصُول وښودل او ټول يې يروشلم او نورو وړو او غټو ښارونو ته ولېږل، ”غرونو ته لاړ شئ او د نختر، د زيتُونو، د کجورو او د هغه نورو ونو لښتې راؤړئ چې سورے جوړوى، چې د هغه اصُولو په مطابق جونګړې جوړې کړُو چې د شريعت په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 8:15
9 Iomraidhean Croise  

او په ماښامى کښې هغۀ ته واپس راغله او په مخُوکه کښې يې شنه د زيتُونو پاڼه نيولې وه. نو نوح ته پته ولګېده چې اوبۀ کمې شوې دى.


د دې اخترونو اِعلان په مقرر شوو وختونو باندې کوئ.


په هغه ورځ د خپلو ونو نه ډېره ښۀ مېوه وشوکوئ، د کجورو څانګې او د پاڼو والا د ونو څانګې او د سيند د غاړې نه د خاروَلو ونې واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په درناوى کښې اختر وکړئ.


په شپه کښې ما يوه رويا وليده، او هلته زما په وړاندې يو سړے په سُور آس سور وو. هغه آس د سر درو ونو په مينځ کښې په يو تنګه وادۍ کښې ولاړ وو. د هغۀ نه شاته سرۀ، نسوارى او سپين آسونه وُو.


هغوئ يروشلم ته نزدې شول او کله چې دوئ د زيتُونو په غر کښې د بيتِ‌فګے کلى ته ورسېدل نو عيسىٰ دوه مريدان د دې هداياتو سره ورولېږل چې،


نو هغوئ د کجورې څانګې واخستلې او د هغۀ استقبال له ورووتل او دا نعرې يې وهلې، ”اُمبارکى. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى، د بنى اِسرائيلو بادشاه دې مبارک وى.“


ستاسو د قوم ټول سړى به په کال کښې درې ځل د مالِک خُدائ عبادت دپاره هغه يو ځائ ته يعنې د فسحې اختر، د لَو کولو اختر او د جونګړو اختر دپاره راځى. او يو سړے به هم مالِک خُدائ له خالى لاسونه نۀ راځى،


او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan