14 هغوئ ته دا پته ولګېده چې هغه شريعت دا حُکم کوى کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه ورکړے وو چې د جونګړو د اختر په دوران کښې دې بنى اِسرائيليان په جونګړو کښې اوسيږى.
خو يعقوب سُکات ته لاړو، چرته چې هغۀ د خپل ځان دپاره کور او د څاروو دپاره شپولونه جوړ کړل. نو د هغه ځائ نوم سُکات شو.
هغوئ د اصُولو په مطابق د جونګړو اختر وکړو، هغوئ هره ورځ د هغه ورځې مقررې قربانۍ پېش کولې،
په ورپسې ورځ د ډلو مشران چې د هغوئ اِمامان او ليويان هم ورسره وُو، هغوئ عزرا عالِم له لاړل چې د شريعت حُکمونه زده کړى.
اوس د يهوديانو د جونګړو اختر هم رانزدې وو.