13 په ورپسې ورځ د ډلو مشران چې د هغوئ اِمامان او ليويان هم ورسره وُو، هغوئ عزرا عالِم له لاړل چې د شريعت حُکمونه زده کړى.
هغوئ ټولو دا فېصله وکړه چې اووۀ ورځې به نور اختر کوى. نو هغوئ د خوشحالۍ سره اختر وکړو.
نو ټول خلق خپلو کورونو ته لاړل او په خوشحالۍ سره يې خوراک څښاک وکړو او په دې خوراک څښاک کښې يې د نورو خلقو حِصه هم وکړه، ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک کلام اورېدلے وو او په هغې پوهه شوى وُو.
هغوئ ته دا پته ولګېده چې هغه شريعت دا حُکم کوى کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه ورکړے وو چې د جونګړو د اختر په دوران کښې دې بنى اِسرائيليان په جونګړو کښې اوسيږى.
څوک چې اصلاح سره مينه لرى هغه د پوهې سره مينه لرى، خو چې څوک اصلاح نه نفرت کوى هغه کم عقل دے.
هغوئ يو بل ته ووئيل، ”زمونږ په زړونو کښې څومره جذبه راغلې وه. کله چې په لاره هغۀ مونږ سره خبرې کولې او د صحيفو تشريح يې کوله.“
کله چې پولوس او برنباس د عبادتخانې نه بهر وتل نو خلقو ورته مِنت زارى وکړه چې په راتلونکى سبت مونږ ته بيا د دې موضوع په حقله خبرې وکړئ.
پطروس او يوحنا لا خلقو ته بيان کولو چې مشران اِمامان او د خُدائ د کور د محافظانو آفسر او صدوقيان هغوئ ته راغلل.