Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 8:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 نو ټول خلق خپلو کورونو ته لاړل او په خوشحالۍ سره يې خوراک څښاک وکړو او په دې خوراک څښاک کښې يې د نورو خلقو حِصه هم وکړه، ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک کلام اورېدلے وو او په هغې پوهه شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 8:12
25 Iomraidhean Croise  

چې هغوئ د مالِک خُدائ په حضور کښې خوراک څښاک وکړو نو په هغه ورځ هغوئ ډېر خوشحاله وُو. هغوئ په دوېم ځل سليمان بادشاه جوړ کړو. هغوئ د مالِک خُدائ په نوم سليمان د بادشاه په توګه او صدوق د اِمام په توګه مقرر کړو.


نو د خوراک څښاک دپاره خپلو کورونو ته لاړ شئ او په خپل خوراک او ميو کښې د هغه خلقو هم حِصه وکړئ چې چا سره دا څيزونه نۀ وى. نن زمونږ د مالِک خُدائ دپاره يوه مقدسه ورځ ده، نو مۀ خفه کېږئ. د مالِک خُدائ خوشحالى ستاسو د طاقت بنياد دے.“


نو ليويانو خلق قلارول او ورته يې وئيل چې په داسې مقدسه ورځ خفګان مۀ کوئ.


په ورپسې ورځ د ډلو مشران چې د هغوئ اِمامان او ليويان هم ورسره وُو، هغوئ عزرا عالِم له لاړل چې د شريعت حُکمونه زده کړى.


دا هغه ورځې وې چې په هغې باندې يهوديانو د خپلو دشمنانو نه ځانونه خلاص کړل، دا هغه مياشت وه چې د غم او د خفګان وخت نه په خندا او خوشحالۍ باندې بدله شوې وه. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې په دې ورځو باندې خوشحالى او مېلمستيا وکړئ او يو بل او غريبانانو له د خوراک دپاره تُحفې ورکړئ.


زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے.


ستا حُکمونه مې د تل دپاره ميراث دے دا زما د زړۀ خوشحالى ده


ځکه زۀ ستا د حُکمونو سره مينه کومه د سرو زرو نه زياته او د خالص سرو زرو نه زياته


ستا د کلام تعليم نُور ورکوى او جاهلانو خلقو ته پوهه ورکوى


زۀ ستا په اصُول منلو خوشحاله يم لکه څنګه چې يو سړے په ډېر مال دولت خوشحاله وى.


زۀ ستا په اصُولو خوشحالېږم، او ستا کلام به زۀ نۀ هېروم.


زما په ژبه دې ستا ثناء صِفت وى ځکه چې تا ما ته خپل قانون ښودلے دے


ستا د خلاصون زۀ ارمانى يمه اے مالِکه خُدايه او زۀ ستا په شريعت کښې خوشحاله يمه


ستا د خولې خبره زما دپاره ډېر اهميت لرى په زرګونو د سپينو او سرو زرو سيکو نه.


خو ګوره زۀ ستا د قانون سره څومره مينه کومه او زۀ ټوله ورځ په دې سوچ کومه


اے مالِکه، ربُ الافواجه خُدايه، هرکله به چې ستا کلام په ما نازل شو، نو هغه ما وخوړلو، هغۀ ما ته او زما زړۀ ته خوشحالى راکړه، ځکه چې ما پورې ستا نوم تړلے شوے دے.


هغوئ يو بل ته ووئيل، ”زمونږ په زړونو کښې څومره جذبه راغلې وه. کله چې په لاره هغۀ مونږ سره خبرې کولې او د صحيفو تشريح يې کوله.“


ځکه چې زۀ په دې پوهېږم چې زما د ګناه په فطرت کښې هيڅ نېکى نشته، او اګر چې زۀ د نېکۍ کولو خواهش کوم خو کولے يې نۀ شم.


د زمکې ټول خلق به ورته په سترګو کښې خاندى او خوشحالۍ به کوى او يو بل ته به تحفې ورکوى ځکه چې دې دواړو نبيانو د زمکې ټول خلق عذابول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan