11 نو ليويانو خلق قلارول او ورته يې وئيل چې په داسې مقدسه ورځ خفګان مۀ کوئ.
نو د خوراک څښاک دپاره خپلو کورونو ته لاړ شئ او په خپل خوراک او ميو کښې د هغه خلقو هم حِصه وکړئ چې چا سره دا څيزونه نۀ وى. نن زمونږ د مالِک خُدائ دپاره يوه مقدسه ورځ ده، نو مۀ خفه کېږئ. د مالِک خُدائ خوشحالى ستاسو د طاقت بنياد دے.“
نو ټول خلق خپلو کورونو ته لاړل او په خوشحالۍ سره يې خوراک څښاک وکړو او په دې خوراک څښاک کښې يې د نورو خلقو حِصه هم وکړه، ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک کلام اورېدلے وو او په هغې پوهه شوى وُو.
کالب هغه خلق غلى کړل کومو چې د موسىٰ خِلاف شکايتونه کول او وې وئيل، ”راځئ چې په هغه مُلک حمله وکړُو او وې نيسو، ځکه مونږ ښۀ تکړه يُو او ورباندې برے موندے شُو.“