Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 8:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 تر اوومې مياشتې پورې ټول بنى اِسرائيل په خپلو ښارونو کښې دېره شول. د دې مياشتې په اوله ورځ هغوئ ټول په يروشلم کښې د اوبو دروازې سره دننه د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. هغوئ عزرا عالِم ته ووئيل چې د موسىٰ د شريعت هغه کِتاب راوړى کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له ورکړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 8:1
25 Iomraidhean Croise  

او هغوئ په يو ځائ د مالِک خُدائ کور ته لاړل، چې اِمامان، پېغمبران او باقى نور ټول خلق د واړو نه واخله تر غټو پورې ورسره وُو. د هغوئ ټولو په وړاندې، بادشاه د لوظ هغه ټول کِتاب ولوستلو کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې موندلے شوے وو.


هغۀ سافن منشى ته وفرمائيل، ”ما دلته د مالِک خُدائ په کور کښې د شريعت کِتاب موندلے دے.“ هغۀ سافن له کِتاب ورکړو،


او هغوئ په يو ځائ د مالِک خُدائ کور ته لاړل، چې اِمامان او ليويان او ټول خلق، مالداره او غريبانان په کښې شامل وُو. بادشاه د هغوئ ټولو په مخکښې د لوظ د هغه کِتاب تلاوت وکړو، کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې موندلے شوے وو.


ډېره موده پس، کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو، نو يو سړے وو چې نوم يې عزرا وو. هغۀ خپله شجره نسب مشر اِمام هارون ته ورسوله، چې داسې ده: عزرا د شراياه زوئ وو چې هغه زوئ د عزرياه، زوئ د خِلقياه،


عزرا خپل ژوند دې ته وقف کړے وو چې د مالِک خُدائ په قانون باندې پوهه شى، په هغې عمل وکړى او د دې ټول قانون او اصُول بنى اِسرائيلو ته وښائى.


ارتخششتا عزرا اِمام او عالِم له دا کاغذ ورکړو، چې هغۀ د هغه قانون او حُکمونه پوره پوهه لرله کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته ورکړى وُو،


عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.


دا خلق د يوصدق نمسى او د يشوَع زوئ يويقيم په وخت کښې هلته اوسېدل او د نحمياه حکمران په وخت کښې او د عزرا په وخت کښې چې اِمام او د شريعت عالِم وو.


د فوارې د دروازې سره هغوئ په هغه پوړو باندې وختل کومې چې د داؤد ښار ته تلې وې، د داؤد د محل نه تېر شول او د ښار نمرخاتۀ طرف ته د اوبو دروازې سره دېوال ته واپس شول.


نو خلقو څانګې راوړې او د خپلو کورونو په چتونو، په خپلو صحنونو کښې، د خُدائ پاک د کور په دربار کښې او د اِفرائيم دروازې او د اوبو دروازې سره د جرګې په عوامى ځايونو کښې يې جونګړې جوړې کړې.


هلته د دروازې سره د جرګې په ځائ کښې هغۀ ورته د سحر وختى نه واخله تر غرمې پورې شريعت لوستلو او هغوئ ټولو ورته په توجو سره غوږ اېښے وو.


د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.


هغوئ هر څۀ د مقدسې خېمې مخې ته راوړل چې څنګه موسىٰ حُکم کړے وو او د مالِک خُدائ د عبادت دپاره ټول قوم هلته راغونډ شو.


”زما د خِدمت کوونکى موسىٰ شريعت او هغه احکام، او فرمانونه چې ما هغۀ ته په سينا غر باندې د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره ورکړى وُو ياد ساتئ.


بيا هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”هرکله چې د آسمان په بادشاهۍ کښې يو اُستاذ زده کړې ته کښېناستو نو هغه د کور د مالِک په مِثال دے، څوک چې د خپل ګودام نه زاړۀ او نوى څيزونه راوباسى.“


خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.


”د شرعې عالمان او فريسيان د موسىٰ په ګدۍ ناست دى،


ځکه زۀ تاسو ته نبيان، هوښياران او د خُدائ پاک د لارې عالمان درلېږم نو په تاسو کښې به ځينى مړۀ کړى، ځينې به په سولۍ کړى او ځينې به په خپلو عبادتخانو کښې په کوړو ووهى او د يو ښار نه به يې بل ښار ته وشړى.


دا ټولو بنى اِسرائيلو ته وايئ کله چې هغوئ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د عبادت دپاره، د عبادت هغه يو ځائ ته راشى.


بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.


ټول خلق يو ځائ پاڅېدل او وې وئيل، ”په مونږ کښې به يو کس هم واپس نۀ ځى کۀ هغه په خېمه کښې اوسيږى او کۀ په کور کښې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan