Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 7:70 - Pakistani Yousafzai Pashto

70-72 ډېرو خلقو په هغه چنده ورکولو کښې مدد کولو چې د خُدائ پاک د کور د بيا جوړولو باندې خرچ شوې وه: حکمران اتۀ کلو سرۀ زر ورکړل، پنځوس جامونه چې د خُدائ پاک په کور کښې استعمال شى، د اِمامانو دپاره پينځۀ سوه او دېرش چُوغې، د قبيلو مشرانو يو سل او درې پنځوس کلو سرۀ زر ورکړل، يو زر او څلور سوه او اتۀ پنځوس کلو سپين زر، باقى نورو خلقو يو سل او درې پنځوس کلو سرۀ زر ورکړل، يو زر او درې سوه پينځويشت کلو سپين زر، د اِمامانو دپاره اووۀ شپېتۀ چُوغې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 7:70
15 Iomraidhean Croise  

هغۀ ورته دا هم ووئيل چې د درې غاښو، جامونو او منګو په جوړولو کښې څومره سوچه سرۀ زر او د لوښو په جوړولو کښې به څومره سپين زر او سرۀ زر استعماليږى،


حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ دا هر څۀ هغسې مکمل کړل چې څنګه يې د سليمان بادشاه سره وعده کړې وه چې د خُدائ پاک د کور دپاره به يې جوړوى: دوه ستنې، د ستنو دپاسه دوه د جامونو په شان تاجونه، په هر تاج باندې د زنځير د کَړو شکلونه، د زېړو څلور سوه انار چې د هر تاج نه ګېرچاپېره په دوو قطارونو کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، يوه ډيګۍ، دولس غوَيى چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او درې غاښى. د کاريګرو مشر حيرام دا هر څۀ د پړقېدونکو زېړو نه جوړ کړل، لکه څنګه چې سليمان بادشاه حُکم کړے وو، چې دا دې د مالِک خُدائ په کور کښې استعمال شى.


کومو کسانو چې دستخطونه وکړل هغوئ دا وُو: د حکلياه زوئ نحمياه حکمران. صدقياه،


يهودى حکمران هغوئ ته وئيلى وُو چې هغوئ تر هغې پورې خُدائ پاک ته پېش کړے شوے خوراک نۀ شى خوړلے چې ترڅو پورې اِمام اُوريم او تميم نۀ وى استعمال کړے.


کله چې خلقو ته پته ولګېده چې د شريعت مطالبه څۀ ده، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه. نو نحمياه چې حکمران وو، عزرا چې د شريعت اِمام او عالِم وو او هغه ليويانو چې د شريعت تشريح يې کوله هغوئ ټولو هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”دا ورځ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک دپاره مقدسه ده، نو تاسو له نۀ دى په کار چې غم يا ژړا وکړئ.


د وېلنى يوه ګېډۍ راواخلئ، دا د وينې په لوښى کښې ډُوبه کړئ او دا وينه د خپلو کورونو د دروازو په چوکاټونو او په پاسنو دُرشلو باندې ولګوئ. په تاسو کښې دې يو کس هم د خپل کور نه تر سحره پورې نۀ وځى.


موسىٰ د ځناورو هغه نيمه وينه واخستله او په ښانکونو کښې يې واچوله، او هغه نوره نيمه يې په قربان‌ګاه وشيندله.


نبوزردان د فوج مشر ځان سره هم هغه وړې کاسې، د خوشبو انګيټۍ، کاسې، دېګونه، ډيوټ دانونه، لوښى، کاسې کومې چې چڼکاو نذرانو دپاره استعمالېدلې او نور ټول سامان کوم چې د سوچه سرو او سپينو زرو نه جوړې شوې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan