نحمياه 7:65 - Pakistani Yousafzai Pashto65 يهودى حکمران هغوئ ته وئيلى وُو چې هغوئ تر هغې پورې خُدائ پاک ته پېش کړے شوے خوراک نۀ شى خوړلے چې ترڅو پورې اِمام اُوريم او تميم نۀ وى استعمال کړے. Faic an caibideil |
کوم کسان چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول هغوئ ټول په شمېر کښې دوه څلوېښت زره درې سوه او شپېتۀ کسان وُو. د هغوئ ښځې او نران نوکران په شمېر کښې اووۀ زره درې سوه او اووۀ دېرش وُو، ښځې او نران موسيقاران دوه سوه او پينځۀ څلوېښت، آسونه اووۀ سوه او شپږ دېرش، قچر دوه سوه او پينځۀ څلوېښت، اوښان څلور سوه او پينځۀ دېرش، خرونه شپږ زره اووۀ سوه او شل.
ډېرو خلقو په هغه چنده ورکولو کښې مدد کولو چې د خُدائ پاک د کور د بيا جوړولو باندې خرچ شوې وه: حکمران اتۀ کلو سرۀ زر ورکړل، پنځوس جامونه چې د خُدائ پاک په کور کښې استعمال شى، د اِمامانو دپاره پينځۀ سوه او دېرش چُوغې، د قبيلو مشرانو يو سل او درې پنځوس کلو سرۀ زر ورکړل، يو زر او څلور سوه او اتۀ پنځوس کلو سپين زر، باقى نورو خلقو يو سل او درې پنځوس کلو سرۀ زر ورکړل، يو زر او درې سوه پينځويشت کلو سپين زر، د اِمامانو دپاره اووۀ شپېتۀ چُوغې،
کله چې خلقو ته پته ولګېده چې د شريعت مطالبه څۀ ده، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه. نو نحمياه چې حکمران وو، عزرا چې د شريعت اِمام او عالِم وو او هغه ليويانو چې د شريعت تشريح يې کوله هغوئ ټولو هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”دا ورځ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک دپاره مقدسه ده، نو تاسو له نۀ دى په کار چې غم يا ژړا وکړئ.