Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 7:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 ډېر جلاوطن شوى کسان د بابل صُوبې نه لاړل او يروشلم او يهوداه ته راواپس شول، هر يو خپل ښار ته راغلو. د هغوئ خاندان په بابل کښې د جلاوطنۍ په دوران کښې د هغه وخت نه اوسېدې چې نبوکدنضر بادشاه هغوئ هلته قېديان بوتلى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 7:6
10 Iomraidhean Croise  

د شاهى محافظانو مشر نبوزردان، هغه خلق وويستل کوم چې په ښار کښې پاتې وُو، په دې کښې ماهِر کاريګران او هغه خلق شامل وُو چا چې د بابل بادشاه خِلاف بغاوت کړے وو.


بادشاه سلامت، تا ته دې پته وى چې مونږ د يهوداه صُوبې ته ورغلو او ومو ليدل چې د عظيم خُدائ پاک کور د لويو کاڼو او په دېوالونو کښې د لرګو د ستنو سره بيا جوړيږى. کار د ډېر احتياط سره کولے شى او ډېر ښۀ روان دے.


خو د مادى صُوبې په اکبتانا ښار کښې يو طومار پېدا شو، چې دا ليکل په کښې شوى وُو،


هغوئ ما ته ووئيل چې کوم کسان د جلاوطنۍ نه بچ شوى وُو او د يهوداه صُوبې ته واپس راغلى وُو هغوئ د لوئ تکليف او بې‌عزتۍ سره مخ وُو. هغوئ ما ته دا هم ووئيل چې د يروشلم دېوالونه تر اوسه پورې مات پراتۀ دى او د دې دروازې د هغه وخت نه بيا نۀ دى جوړې شوې چې د کوم وخت نه هغه په اور سوزولے شوې وې.


د هغوئ مشران دا وُو، زرُبابل، يشوَع، نحمياه، عزرياه، رعمياه، نحمانى، مردکى، بِلشان، مِسفرت، بِګوئ، نحُوم او بعنه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan