Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 7:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 خُدائ پاک دا خيال زما په زړۀ کښې واچولو چې دا خلق، د هغوئ مشران او آفسران راغونډ کړم او د هغوئ نسب‌نامه وګورم. ما د هغه خلقو حِساب کِتاب پېدا کړو کوم چې اول د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ما ته چې کوم معلومات مِلاو شول هغه دا دى:

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 7:5
15 Iomraidhean Croise  

عزرا وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ زمونږ د پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ بادشاه دې ته راضى کړے دے چې په دې طريقه باندې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور درناوى وکړى.


نو اے خُدايه پاکه، زۀ ستا نه سوال کوم چې زما هغه هر يو کار ياد ساته چې ما د دې خلقو دپاره کړے دے.


ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، چې طوبياه او سنبلط څۀ کړى دى هغه ياد ساته او سزا ورکړه. هغه ښځه نوعيدياه او نور ټول پېغمبران ياد ساته چا چې زما د يرولو کوشش کړے دے.“


يروشلم يو لوئ ښار وو، خو ډېر خلق په کښې نۀ اوسېدل او ډېر کورونه په کښې نۀ وُو جوړ شوى.


ځکه چې مالِک خُدائ عقل او حِکمت ورکوى، او د هغۀ د خولې نه عِلم او پوهه راوځى.


چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.


خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بې‌فائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.


مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے،


خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ د تيطوس په زړۀ کښې ستاسو دپاره هم زما په شان سرګرمى پېدا کړې ده.


د دې دپاره زۀ د مسيح د هغه قوت په مطابق د زړۀ نه خوارى کوم چې په ما کښې په زور اثر کوى.


اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، مۀ دوکه کېږئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan