Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 7:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43-45 د ليويانو قبيلې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوې: د هوداوه اولاد يشوَع او قدمى‌اېل، څلور اويا، د آسف اولاد د خُدائ پاک د کور موسيقاران يو سل او اتۀ څلوېښت، د خُدائ پاک د کور څوکيداران چې د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى اولاد وو هغوئ يو سل او اتۀ دېرش وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 7:43
7 Iomraidhean Croise  

دا د ليويانو د قبيلو تفصيل دے چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع او د قدمى‌اېل خاندان چې د هُوداوياه د اولاد وو د قبيلې څلور اويا کسان، د آسف د اولاد د مالِک خُدائ د کور موسيقاران يو سل او اتۀويشت کسان، د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى د اولاد د مالِک خُدائ د کور څوکيداران يو سل او يو کم څلوېښت کسان.


د يهوداه په ښارونو کښې بنى اِسرائيل، اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور کاريګران او د سليمان د نوکرانو اولاد په خپلو ښارونو کښې په خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. دا د يهوداه صُوبې د مشرانو ښاريانو تفصيل دے کوم چې په يروشلم کښې اوسېدل:


ليويان: دا کسان د شُکر ګزارۍ حمد‌و‌ثناء مشران وُو، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل، سربياه، يهوداه او متنياه.


د يروشلم د نيمې ضِلعې حکمران د حُور زوئ رفاياه ورپسې برخه جوړه کړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan