Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 7:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 ما هغوئ ته ووئيل، ”ترڅو پورې چې نمر تود شوے نۀ وى نو د يروشلم دروازې به نۀ کولاووئ. په کوم وخت کښې چې څوکيداران په ماښام کښې چهټى کوى نو هغوئ دې دروازې بندوى او اړمونه دې ورته واچوى. ما هغوئ ته دا هم ووئيل چې د يروشلم د اوسېدونکو خلقو نه يو څو څوکيداران مقرر کړئ چې څۀ کسانو ته په کښې خاص ځايونه حواله شى او نور دې د خپلو کورونو نه ګېرچاپېره ګشت کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 7:3
8 Iomraidhean Croise  

نو ما حُکم ورکړو چې د هر سبت د شروع کېدو نه وړاندې د ښار دروازې په ماښامى کښې بندولے شى او د سبت د ورځې د ختمېدو نه وړاندې دې نۀ شى کولاولے. ما خپل يو څو سړى په دروازو باندې د دې دپاره ودرول چې دا خبره يقينى شى چې د سبت په ورځ به ښار ته هيڅ هم نۀ شى راوړلے.


بنيامين او د حسوب ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغوئ کورونو ته مخامخ وه، د معسياه زوئ او د عننياه نمسى عزرياه ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ د کور مخې ته وه،


ما دوه سړى د يروشلم په ښار باندې مشران مقرر کړل، هغه زما ورور حنانى او د قلعه مشر آفسر حننياه وُو. حننياه اعتمادى سړے وو او هغه د نورو نه زيات د خُدائ پاک نه يرېدو.


يروشلم يو لوئ ښار وو، خو ډېر خلق په کښې نۀ اوسېدل او ډېر کورونه په کښې نۀ وُو جوړ شوى.


ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى، د هغې د جوړونکى محنت بې‌کاره دے. ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى، د هغې چوکيداران بې‌کاره ولاړ وى.


او هغه ستا د دروازو اړمونه او دُرشلى مضبوطوى، او په تا کښې اوسېدونکو ته برکت ورکوى.


ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan