Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 7:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 نو دېوال بيا جوړ شو، ټولې دروازې په خپلو ځايونو کښې ولګولے شوې او څوکيداران، حمد ويونکى او ليويان مقرر کړے شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 7:1
12 Iomraidhean Croise  

نو هغوئ د شاميانو د کېمپ نه روان شول، واپس سامريه ته لاړل او د دروازو سېنتريانو ته يې آواز وکړو، ”مونږ د شاميانو خېمو ته تلى وُو خو نۀ مو د چا آواز واورېدو او نۀ مو څوک وليدل، آسونه او خرۀ تړلى پاتې وُو او خېمې هم هغه شان روغې ولاړې وې.“


حزقياه بادشاه د اِمامانو او ليويانو تنظيم هم بيا جوړ کړو، چې د هغې لاندې هر يو خپلې خاص ذمه وارۍ لرلې. په دې کښې د سوزېدونکو نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو پېش کول، او د مالِک خُدائ د کور په دروازو کښې ثناء صِفت کول او شُکر ادا کول هم شامل وُو.


د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.


بنى اِسرائيل او ليويان به د فصل، ميو او د زيتُونو تېلو برخې هغه ګودامونو ته يوسى چرته چې د خُدائ پاک د کور سامان کېښودلے شى او چرته چې اِمامان، د دروازو څوکيداران او سندرغاړى حاضر وى. مونږ به زمونږ د خُدائ پاک د کور نه مخ نۀ اړوُو.


د يهوداه په ښارونو کښې بنى اِسرائيل، اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور کاريګران او د سليمان د نوکرانو اولاد په خپلو ښارونو کښې په خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. دا د يهوداه صُوبې د مشرانو ښاريانو تفصيل دے کوم چې په يروشلم کښې اوسېدل:


دا د ليويانو د کورَنو مشران دى: حسبياه، سربياه، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل. په هغه وخت کښې به دوو ډلو يو بل ته مخامخ نمبر په نمبر د خُدائ پاک ثناء صِفت کولو او د هغۀ شُکر به يې ادا کولو. دا به يې د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه ورته ښودلى وُو.


سنبلط، طوبياه، عربى جشم او زمونږ نور دشمنان خبر شول چې مونږ د دېوال جوړول ختم کړى دى او چې په دې کښې يو مات ځائ هم پاتې نۀ دے، اګر چې مونږ د دروازو په ځايونو کښې دروازې هم لا نۀ وې لګولې.


د کار دوه پنځوسمې ورځې نه پس د الول د مياشتې په پينځويشتمه ورځ ټول دېوال ختم شو.


طوبياه چې کوم ښۀ کارونه کړى وُو نو خلقو به د هغې ټولو په حقله زما په وړاندې خبرې کولې او ما چې څۀ وئيل نو هغه به يې طوبياه ته وئيل. او هغۀ زما د يرولو دپاره خطونه رالېږل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan