9 د هغوئ دا کوشش وو چې مونږ ويروى چې کار بند کړُو. خو ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، ما له طاقت راکړه.“
خو تاسو تکړه شئ او بېحوصلې کېږئ مه، او بيا چې تاسو کوم کار کوئ نو د هغې به تاسو ته اِنعام ملاويږى.“
آفسرانو په عبرانۍ کښې د دې دپاره چغې ووهلې چې د يروشلم هغه خلق ويروى او بېحوصلې يې کړى کوم چې د ښار په دېوال باندې وُو، نو داسې د ښار قبضه کول به آسان شى.
د هغوئ ټولو ګاونډيانو د هغوئ مدد وکړو او هغوئ له يې د سپينو زرو څيزونه، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ دپاره ځناور او قيمتى څيزونه ورکړل، د دې هر څۀ نه علاوه رضاکارانه نذرانې يې هم ورکړې.
ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، چې طوبياه او سنبلط څۀ کړى دى هغه ياد ساته او سزا ورکړه. هغه ښځه نوعيدياه او نور ټول پېغمبران ياد ساته چا چې زما د يرولو کوشش کړے دے.“
ما چې کله هم تا ته سوال زارى کړې ده، تا قبوله کړې ده، تا زۀ په طاقت ورکولو تکړه او زړَور کړم.
خو کله چې زۀ وويرېږم، نو زۀ به په تا باندې توکل وکړم.
په خپل مقدس ځائ کښې ستا شان څومره لوئ دے، پاکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک طاقت او قدرت ورکوى خپلو خلقو ته، ثناء صِفت دې وى خُدائ پاک ته.
زما مالِکه خُدايه ستا پناه له راغلے يم، ما مۀ پرېږده چې په شرم وشرمېږم،
هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى.
يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.
نو بيا آفسران بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”دا سړے دې خامخا قتل کړے شى، ځکه چې هغه په ښار کښې زمونږ خلق او په جنګ کښې بچ شوى فوجيان په خپلو دې خبرو باندې بېزړۀ کوى. هغه د خلقو ښېګړه نۀ لټوى بلکې په دې خبرو سره ورته نقصان ورکوى.“
زۀ به د بابل د بادشاه لاسونه مضبوط کړم او خپله تُوره به د هغۀ په لاس کښې کېږدم، خو زۀ به د فِرعون لاسونه مات کړم، او هغه به د هغۀ په وړاندې د مرګونى انسان په شان زبيرګى کوى.
زۀ به هغوئ له په مالِک خُدائ کښې طاقت ورکړم، او د هغۀ په نوم به هغوئ روان وى،“ مالِک خُدائ فرمائى.
خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى.“ نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى.
زۀ دُعا کوم چې هغه د خپل لوئ جلال په مطابق تاسو ته هغه څۀ درکړى چې تاسو په خپل باطنى انسانيت کښې د هغۀ د روح په وسيله ډېر قوى شئ.
آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.
زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.
نو په دې وجه خپل کمزورى لاسونه او پښې مضبوطې کړئ.
د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.
داؤد اوس په سخته خطره کښې وو، ځکه چې د هغۀ ټول سړى د خپلو بچو په وجه سخت غصه وُو او هغوئ هغه سنګسارول غوښتل، خو مالِک خُدائ د داؤد خُدائ پاک د هغۀ ايمان مضبوط کړو.