Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 6:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 هغوئ څلور ځلې ما له هم دغه پېغام رالېږلو او هر ځل ما هغوئ له هم دغه جواب ورولېږلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 6:4
10 Iomraidhean Croise  

ما هغوئ له پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”زۀ يو اهم کار کوم او لاندې نۀ شم درتلے. صِرف تاسو سره مِلاوېدو دپاره خپل کار نۀ شم بندولے.“


بيا سنبلط خپل يو نوکر ما له د پينځم پېغام سره راولېږلو، دا د خط په شکل کښې وو او دا خط کولاو وو.


يو ساده سړے په هر څۀ باندې يقين کوى، خو هوښيار په هر قدم اوچتولو سوچ کوى.


نو په نرمو خبرو سره يې هغه غلط کړو، او د هغې پستو خبرو وغلولو.


خو اوس دا کونډه زما دپاره داسې بلا جوړه شوې ده او زۀ به د دې حق دې له ورکړم، هسې نۀ چې په بار بار راتلو ما تر پوزې راولى.“


نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بې‌فائدې نۀ ده.


خو مونږ د هغوئ تابعدارى لږ ساعت له هم ونۀ کړه د دې دپاره چې د زيرى رښتينوالے په تاسو کښې همېشه قائم پاتې شى.


دليلې سمسون ته ووئيل، ”ګوره، تا زما نه بې‌وقوفه جوړه کړې ده او ما ته دې دروغ ووئيل. اوس ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“


نو دليلې سمسون ته ووئيل، ”مِهربانى وکړه ما ته ووايه چې تۀ په څۀ څيز دومره تکړه يې. کۀ څوک تا تړل او کمزورے کول وغواړى نو هغه داسې څنګه کولے شى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan