3 ما هغوئ له پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”زۀ يو اهم کار کوم او لاندې نۀ شم درتلے. صِرف تاسو سره مِلاوېدو دپاره خپل کار نۀ شم بندولے.“
نو ما خلقو له تُورې، نېزې او غشى ورکړل او قبيله په قبيله مې د دېوال شاته په هغه ځايونو کښې ودرول چرته چې کار لا ختم شوے نۀ وو.
نو سنبلط او جشم ما له يو پېغام راولېږلو، دا مشوره يې راکوله چې د اونو په مېدان کښې په يو کلى کښې زۀ د هغوئ سره مِلاو شم. خو ما ته پته ولګېده چې دا ما ته د هغوئ د نقصان رسولو يوه منصوبه وه.
هغوئ څلور ځلې ما له هم دغه پېغام رالېږلو او هر ځل ما هغوئ له هم دغه جواب ورولېږلو.
يو ساده سړے په هر څۀ باندې يقين کوى، خو هوښيار په هر قدم اوچتولو سوچ کوى.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بېآزاره اوسئ.
هغوئ به وائى چې دۀ ته ګورئ چې کار يې شروع کړو او سر ته يې ونۀ رسولو.
ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.