19 طوبياه چې کوم ښۀ کارونه کړى وُو نو خلقو به د هغې ټولو په حقله زما په وړاندې خبرې کولې او ما چې څۀ وئيل نو هغه به يې طوبياه ته وئيل. او هغۀ زما د يرولو دپاره خطونه رالېږل.
هغوئ هغۀ له د دې دپاره پېسې ورکړې وې چې ما ويروى او زۀ ګناه وکړم، نو چې هغوئ زما شُهرت خراب کړى او ما سپک کړى.
په يهوداه کښې ډېرو خلقو د طوبياه ملګرتيا ځکه کوله چې د هغۀ سخر د ارخ زوئ سکانياه يهودى وو. د دې نه علاوه، د هغۀ زوئ يهوحنان د برکياه د زوئ د مسلام لور وادۀ کړې وه.
د هغوئ دا کوشش وو چې مونږ ويروى چې کار بند کړُو. خو ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، ما له طاقت راکړه.“
نو دېوال بيا جوړ شو، ټولې دروازې په خپلو ځايونو کښې ولګولے شوې او څوکيداران، حمد ويونکى او ليويان مقرر کړے شول.
کوم خلق چې شريعت ماتوى نو په دې کار سره د بدکارانو صِفت کوى، خو هغه څوک چې د شريعت تابعدارى کوى نو هغوئ د شريرانو مخالفت کوى.
کۀ چرې تاسو د دُنيا وے نو دُنيا به تاسو سره د خپلو په شان مينه کړې وه، خو تاسو د دُنيا نۀ يئ. خو ما تاسو د دُنيا نه جدا کړئ نو دغه وجه ده چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى.
دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى.
هغوئ د دُنيا دى نو ځکه دُنياوى خبرې کوى، نو ځکه دُنيا هم هغوئ ته توجو ورکوى.