17 په دې ټول وخت کښې د يهوديانو مشرانو او طوبياه يو بل ته ډېر خطونه لېږل رالېږل.
يويدع د مشر اِمام اِلياسب زوئ وو، خو د يويدع يو زوئ د بيتحورون د ښار د سنبلط د لور سره وادۀ وکړو، نو ما يويدع دې ته مجبور کړو چې يروشلم پرېږدى.
اِلياسب اِمام کوم چې د خُدائ پاک د ګودامونو مشر وو، هغه د ډېرې مودې نه د طوبياه ملګرے وو.
د تقوع سړو ورپسې برخه جوړه کړه، خو د هغوئ مشرانو د هغه کار کولو نه اِنکار وکړو کوم کار چې هغوئ ته خپلو ټېکدارانو حواله کړے وو.
په دې باندې د سوچ کولو نه پس، ما د خلقو مشران او آفسران ورټل او ورته مې ووئيل، ”تاسو د خپلو خلقو نه سود اخلئ.“ نو ما د دې دپاره د خلقو يو جرګه راوغوښته چې د دې مسئلې حل راوباسو
کله چې په ګېرچاپېره مُلکونو کښې زمونږ دشمنان د دې نه خبر شول، نو هغوئ ويرېدل او خپل ځانونه ورته کمزورى ښکاره شول، ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا کار د خُدائ پاک د مدد سره شوے دے.
په يهوداه کښې ډېرو خلقو د طوبياه ملګرتيا ځکه کوله چې د هغۀ سخر د ارخ زوئ سکانياه يهودى وو. د دې نه علاوه، د هغۀ زوئ يهوحنان د برکياه د زوئ د مسلام لور وادۀ کړې وه.