14 ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، چې طوبياه او سنبلط څۀ کړى دى هغه ياد ساته او سزا ورکړه. هغه ښځه نوعيدياه او نور ټول پېغمبران ياد ساته چا چې زما د يرولو کوشش کړے دے.“
خُدايه پاکه، هغه راپه ياد کړه چې دې خلقو د اِمامت او د هغه لوظ سپکاوے څنګه وکړو چې کوم لوظ تا د اِمامانو او ليويانو سره کړے وو.
نو اے خُدايه پاکه، زۀ ستا نه سوال کوم چې زما هغه هر يو کار ياد ساته چې ما د دې خلقو دپاره کړے دے.
اے مالِکه خُدايه، ادوميان راياد کړه، چې څۀ يې کړى وُو، په کومه ورځ چې يروشلم رانسکور شوے وو. هغوئ چغې وهلې چې، ”وران يې کړئ، او چې د بنيادونو پورې يې وران کړئ.“
اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟ تۀ ولې رانه لرې شوے يې او د مدد فرياد مې نۀ اورې؟
اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.
بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.
نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې کوم پېغمبران چې زما په نوم د دروغو نبوت کوى او خلقو ته وائى چې نۀ به جنګ راځى او نۀ به قحط، چا ته چې ما پېغام نۀ دے ورکړے نو هم دوئ به زۀ په جنګ او قحط باندې هلاک کړم.
کله چې زۀ بهر مېدانونو ته لاړ شم، نو زۀ هغوئ وينم څوک چې په جنګ کښې په تُورو مړۀ شوى دى، او کۀ زۀ دننه د ښار کوڅو ته لاړ شم، نو زۀ هغه خلق ګورم چې د قحط په وجه مړۀ شوى دى. پېغمبران او اِمامان دواړه خپل کارونه جارى ساتى، خو هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“
د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې،
نو بيا حننياه د يرمياه نبى د غاړې نه جغ لرې کړو او ټوټه ټوټه يې کړو،
بيا يرمياه نبى حننياه نبى ته وفرمائيل چې، ”حننياه ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ تۀ نۀ يې رالېږلے، تۀ دې قوم ته د دروغو نبوت کوې او هغوئ ستاسو په دروغو باندې باور کوى.
ډېر دروغژن نبيان به راپورته شى او ډېر خلق به بېلارې کړى.
دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بېلارې کړى.
د دروغژنو نبيانو نه خبردار شئ، داسې کسان چې د ګډو په شکل کښې تاسو له راځى او په اصل کښې هغه داړونکى شرمخان دى.
او څنګه چې ينيس او يمبريس د موسىٰ مخالفت کړے وو، نو دې بېعقلو او دروغژنو ايمان لرونکو سړو هم د حقيقت مخالفت وکړو.
کۀ تاسو خپل ورور يا خور په داسې ګناه کولو ووينئ چې اَنجام يې مرګ نۀ وى، نو د هغوئ دپاره د خُدائ پاک نه دُعا وغواړئ او هغه به ورله ژوندون ورکړى. خو داسې ګناه هم شته چې اَنجام يې مرګ وى او زۀ دا نۀ وايم چې تاسو دې د هغوئ په حقله دُعا وغواړئ.
او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.