11 ما په جواب کښې ورته ووئيل، ”زۀ داسې سړے نۀ يم چې وتښتم او پټ شم. ستا خيال دا دے څۀ چې زۀ به د خپل ژوند د بچ کولو دپاره د خُدائ پاک په کور کښې پټېږم؟ زۀ به داسې نۀ کوم.“
کله چې ما په دې باندې سوچ وکړو، نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک د سمعياه سره خبرې نۀ دى کړې، خو طوبياه او سنبلط هغۀ له د دې دپاره رشوت ورکړے دے چې ما له دا خبردارے راکړى.
ما هغوئ له پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”زۀ يو اهم کار کوم او لاندې نۀ شم درتلے. صِرف تاسو سره مِلاوېدو دپاره خپل کار نۀ شم بندولے.“
د هغوئ دا کوشش وو چې مونږ ويروى چې کار بند کړُو. خو ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، ما له طاقت راکړه.“
په يقين سره هغه به ونۀ خوځولے شى، صادق سړے به تل يادولے شى.
د هغۀ زړۀ مطمئن دے او هغه به نۀ يريږى، او په آخر کښې به په خپلو ټولو دشمنانو کاميابى حاصله کړى.
بدکاران هيڅ بېهيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى.
څنګه چې مړۀ مچان خوشبودار عطر خرابوى نو داسې لږ شان کم عقلتوب ډېر حِکمت او عزت خرابولے شى.
لوئ لوئ ځنګلونه او دا زرخېز پټى به بېخى داسې تباه شى لکه چې يو سخت مرض يو کس تباه کوى.
تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې چې د اِمامانو په توګه ذمه وارى پوره کړى، بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته د ورنزدې کېدلو کوشش وکړى نو هغه به ووژلے شى.“
خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.
خو پولوس جواب ورکړو، ”تاسو ولې ژاړئ او زما زړۀ ماتوئ؟ ځکه چې زۀ نۀ يواځې تړلو ته، بلکې دې ته هم تيار يم چې د مالِک عيسىٰ دپاره په يروشلم کښې شهيد شم.“
او ساؤل هم په هغه کسانو کښې وو چې د ستِفانوس په مرګ راضى وُو. هم په هغه ورځ په يروشلم کښې د جماعت سره سخت ظلم شروع شو او د رسولانو نه بغېر ټول ايمانداران د يهوديه او سامريه په علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول.
خو کۀ ستاسو په قربانۍ او ستاسو د ايمان د نذرانې دپاسه زما وينه لکه د ميو په شان واچولے شى نو زۀ به خوشحاله يم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کښې به شريک شم.
ځکه چې هغه د مسيح د کار دپاره تقريباً مرګ ته نزدې شوے وو، او هغۀ خپل ژوند په خطره کښې د هغه خِدمت سر ته رسولو دپاره واچولو کوم چې تاسو ما دپاره ونۀ کړے شو.
هم د ايمان په وسيله موسىٰ مِصر پرېښودو او د بادشاه د قهر نه ونۀ يرېدو، او خپل سفر يې جارى وساتلو ځکه چې د هغۀ نظر په ناليدلى خُدائ پاک باندې وو او پرې قائم پاتې شو.
کله چې هغۀ جوليت وژلو نو هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره يوه لويه فتح وموندله. کله چې تا هغه فتح وليده نو تۀ خوشحاله شوې. نو بيا تۀ ولې د يو بېګناه سړى سره بد کوې او بغېر د څۀ وجې داؤد وژنې؟“