Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 6:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 په هغه وخت زۀ د مهيطب‌اېل نمسى او د دلاياه زوئ سمعياه سره مِلاوېدو له لاړم، چې هغه د دې قابل نۀ وو چې د خپل کور نه لاړ شى. هغۀ ما ته ووئيل، ”زۀ او تۀ به لاړ شُو او د خُدائ پاک د کور په مقدس ځائ کښې به دواړه پټ شُو او دروازې به تالا کړُو، ځکه چې هغوئ ستا د وژلو دپاره راروان دى. نو هغوئ به ستا د وژلو دپاره د شپې راشى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 6:10
21 Iomraidhean Croise  

هغۀ د خُدائ پاک د کور په دوو طرفونو او شاته نورې کوټې جوړې کړې.


شپږ کاله يهوسبع د هلک خيال ساتلو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې پټ کړے وو، چې په دې دوران کښې عتلياه مَلِکه وه.


د اخى‌اب مکمل خاندان او اولاد به مرى، زۀ به د هغۀ په خاندان کښې هر يو نارينه ختم کړم، کۀ هغه بوډا وى او کۀ ځوان وى.


د دې نه علاوه، هغۀ د خُدائ پاک د کور ټول سامان هم واخستلو او ټوټې ټوټې يې کړو. هغۀ د مالِک خُدائ د کور دروازې بندې کړې او د يروشلم په هر ځائ کښې يې قربان‌ګاه جوړې کړې.


د حزقياه د بادشاهۍ د اول کال په وړومبۍ مياشت، هغۀ د مالِک خُدائ د کور دروازې کولاو کړې او مرمت يې کړې.


هغوئ د ننوتو د کوټې دروازې بندې کړې، ډيوې يې پرېښودې چې مړې شى او خوشبوئى يې نۀ سوزوله او نۀ يې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په مقدس ځائ کښې سوزېدونکې نذرانې پېش کړې.


د حارِم ډله: اِلى‌عزر، يسياه، مُلکياه، سمعياه، شمعون، بنيامين، ملوک او سمرياه،


نو ما دا نهۀ مشران راوغوښتل: اِلى‌عزر، ارى‌ايل، سمعياه، الناتن، يريب، الناتن، ناتن، زکرياه او مسلام او دوه عالمان يويريب او الناتن مې هم راوغوښتل.


کله چې ما په دې باندې سوچ وکړو، نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک د سمعياه سره خبرې نۀ دى کړې، خو طوبياه او سنبلط هغۀ له د دې دپاره رشوت ورکړے دے چې ما له دا خبردارے راکړى.


وائى دروغ په خپلو کښې يو بل ته ګاونډيان، په زړۀ کښې دوکه باز او په غوړو شونډو دى ګويان.


بدکاران د صادقانو خلاف منصوبې جوړوى او د غصې نه ورته خپل غاښونه چيچى.


په خپلو خبرو سره کافر خپل ګاونډيان تباه کوى، خو صادق به د خپل عِلم په ذريعه بچ شى.


نو بيا يرمياه باروک ته وفرمائيل چې، ”زۀ دلته نظر بند يم نو د مالِک خُدائ کور ته دننه تلے نۀ شم.


خو د مالِک خُدائ روح ما له راغے او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم. هغۀ ما سره خبرې وکړې او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او خپل ځان دې په خپل کور کښې بند کړه.


”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بې‌فائدې اور زما په قربان‌ګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم.


د دروغژنو نبيانو نه خبردار شئ، داسې کسان چې د ګډو په شکل کښې تاسو له راځى او په اصل کښې هغه داړونکى شرمخان دى.


هر څوک چې بد کار کوى نو د نُور نه نفرت کوى او نُور ته نۀ راځى د دې دپاره چې د هغوئ بدکارونه ښکاره نۀ شى.


ټول ښار ناقلاره شو او خلق د هر طرف نه په منډه راغلل. هغوئ پولوس ونيولو او د خُدائ د کور نه يې بهر راښکو او سمدستى دروازې بندې شوې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan