Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 5:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 بيا ورته ما ووئيل، ”تاسو چې څۀ کوئ دا ټيک نۀ دى. په کار دى چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک نه په يره کښې ژوند تېر کړئ نو چې مونږ د غېرو قومونو د دشمنانو د پېغور نه خپل ځانونه بچ کړُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 5:9
21 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما دا خيال وو چې دلته به داسې هيڅ څوک هم نۀ وى چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او دوئ به زما د ښځې په وجه ما ووژنى.


په درېمه ورځ يوسف هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د خُدائ پاک نه يرېږم او زۀ به تاسو په يو شرط ژوندى پرېږدم.


خو د دې عمل په وجه تا د مالِک خُدائ لوئ سپکاوے کړے دے، نو په دې وجه به ستا ماشوم مړ شى.“


ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، د هغوئ خندا واوره چې په مونږ پورې يې کوى، د هغوئ کنځل دې هم هغوئ ته بلا شى. هغوئ دې وتښتولے شى او پردى مُلک ته دې قېديان بوتلے شى.


ما خلق دې ته پرېښى دى چې زما نه پېسه او غله قرض واخلى او هم زما د ملګرو او خلقو نه چې زما دپاره کار کوى. نو راځئ چې دا سود اخستل بند کړُو.


زما نه مخکښې به چې کوم يو حکمران هم په دفتر کښې وو هغه به په خلقو بوج وو. د ميو او د خوراک دپاره به يې هره ورځ ترې نه څلوېښت د سپينو زرو سيکې غوښتې. د هغوئ نوکرانو به هم د خلقو سره زياتے کولو. خو ما به د هغوئ په شان کار نۀ کولو، ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه يرېدلم.


ستا د غصې زور چا ته معلوم دے؟ ځکه چې ستا غصه دومره لويه ده څومره چې ستا نه يره پکار ده.


ظالمان خپل دوستان بې‌لارې کوى او د تباهۍ طرف ته يې بوځى.


يو بې‌ګناه له سزا ورکول ښۀ خبره نۀ ده، او نۀ يو شريف له د هغۀ د شرافت په وجه کوړې ورکول ښۀ خبره ده.


دا ښۀ خبره نۀ ده چې د مجرم طرفدارے وشى يا بې‌ګناه د اِنصاف نه محروم شى.


د عِلم نه بغېر جذبات څرګندول ښۀ نۀ دى، او بې‌صبرى لار خطا کوى.


هوښياران هم داسې وائى، د عدالت کولو په وخت کښې د چا طرفدارى په کار نۀ ده.


هغوئ چې چرته هم په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شول، هغوئ زما د مقدس نوم، په دې طريقې سره بې‌حرمتى وکړه، يعنې د هغوئ په حقله نورو قومونو دا وئيل چې، اګر چې هغوئ د مالِک خُدائ خپل خلق دى، خو هغوئ د هغۀ د وطن په پريښودو مجبور شول.


د هغوئ نه هيڅ سود مۀ اخلئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او خپل اِسرائيلے هم هغه شان ځان سره نزدې اوسېدو ته پرېږدئ.


په دې دوران کښې په ټوله يهوديه، ګليل او سامريه کښې جماعتونه په امن وُو او دا نور هم مضبوطېدل او د مالِک په يره کښې يې د روحُ القُدس په مدد سره ترقى موندله او د هغوئ شمېر زياتېدو.


ځکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”هم ستاسو په وجه به غېر‌يهوديانو کښې د خُدائ پاک د نوم سپکاوے وشى.“


نو زما نصيحت دا دے چې ځوانې کونډې دې وادۀ وکړى هغوئ دې بچى پېدا کړى او د کور اِنتظام دې سمبال کړى او مخالفينو له دې د بدې وينا کولو موقع ورنۀ کړى.


او هغوئ دې شريفې، پاک لمنې او د کور ښۀ کار کوونکې او مهربانى کوونکې او د خپلو خاوندانو تابعدارې دې وى، نو د دې دپاره چې د خُدائ پاک کلام بدنام نۀ شى.


په غېر‌يهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى.


بس کړئ، زما زامنو، زۀ خبر شوے يم چې د مالِک خُدائ د خلقو په مينځ کښې يو خراب خبر خوريږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan