Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 5:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 او ورته مې ووئيل، ”زمونږ چې څومره وس وى نو مونږ خپل هغه يهودى خپلوان واپس اخلو کومو چې خپل ځانونه په غېرو خلقو باندې خرڅ کړى دى. خو اوس تاسو خپل رشته‌داران او خپل خلق دې ته مجبوروئ چې خپل ځانونه په تاسو باندې خرڅ کړى.“ مشران خاموش ولاړ وُو او د وئيلو دپاره ورسره هيڅ هم نۀ وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 5:8
14 Iomraidhean Croise  

بيا ورته ما ووئيل، ”تاسو چې څۀ کوئ دا ټيک نۀ دى. په کار دى چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک نه په يره کښې ژوند تېر کړئ نو چې مونږ د غېرو قومونو د دشمنانو د پېغور نه خپل ځانونه بچ کړُو.


د خانانو آوازونه به غلى شول، او د هغوئ د خولې نه به يوه خبره هم نۀ وتله.


تاسو غلى ناست يئ، تاسو سره بل جواب نشته، تاسو يوه خبره هم نۀ شئ کولے.


کۀ څوک يو کس اغوا کړى او بيا يې خرڅ کړى يا يې د ځان سره وساتى، نو هغه اغواکار به خامخا وژلے شى.


بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغېر دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو.


يو له يې د ساتلو دپاره د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې، دوېم له يې دوه او درېم له يې يوه، هر يو له يې د خپل قابليت په مطابق ورکړې، بيا هغه د مُلک نه روان شو.


ځکه چې د چا سره چې څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر هغې چې څۀ ترې سېوا هم شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.


کۀ چرې ستا ورور يا خور ستا د خوراک په وجه خفه کيږى نو بيا تۀ په مينې سره ژوند نۀ تېروې. نو په خپل خوراک هغوئ مۀ هلاکوه د چا دپاره چې مسيح مړ شو.


اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.


نو ستا د عِلم په وجه به هغه کمزورى ايمانداران چې د چا دپاره چې مسيح مړ شو، هغه به هلاک شى.


ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.


ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.


کۀ يو سړے د خپل اِسرائيلى په تښتولو پورې ونيولے شى او خپل غلام يې کړى يا د غلام په توګه يې خرڅ کړى نو هغه سړے دې ووژلے شى. نو داسې به تاسو د دې بدکارۍ نه خپل قوم خلاص کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan