موسىٰ خپله خبره د دې وئيلو سره ختمه کړه، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى او زما په مخکښې به ټيټ شى او دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه او لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو موسىٰ د قهره تک سور وو چې د فِرعون نه لاړو.
موسىٰ ډېر غصه شو او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”د دوئ نذرانې مۀ قبلوه. ما دوئ يو له هم څۀ تکليف نۀ دے ورکړے، او ما د دوئ نه چرته يو خر هم نۀ دے بوتلے.“