نحمياه 5:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 مونږ يهوديان د يو نسل نه يُو. ولې زمونږ بچى د هغوئ د بچو په شان نۀ دى؟ خو بيا هم مونږ مجبور يُو چې د خپلو بچو نه غلامان جوړوُو. زمونږ څۀ لوڼه د وړاندې نه د وينځو په توګه خرڅې شوې دى. مونږ په دې وجه بېمددګاره يُو چې زمونږ پټى او د انګورو باغونه زمونږ نه اخستے شوى دى.“ Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.