4 خو څۀ کسانو دا هم ووئيل، ”مونږ پېسې قرض کړې وې چې په خپلو پټو او د انګورو په باغونو مو بادشاه له محصُول ورکړى.
بادشاه سلامت، کۀ دا ښار بيا جوړ شى او د دې دېوالونه سر ته ورسيږى، نو خلق به محصُول، جزيه او پېسې ورکول بند کړى او ستا شاهى محصُول به کم شى.
هلته طاقتورو بادشاهانو بادشاهى کړې ده او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په ټوله صُوبه يې حکومت کړے دے او جزيه، محصُول او پېسې يې راټولولې.
تاسو ته د دې اجازت نشته چې د اِمامانو، ليويانو، موسيقارانو، څوکيدارانو، کاريګرو، يا د بل هر هغه چا نه محصُول، جزيه او پېسې واخلئ چې د چا تعلق د خُدائ پاک د دې کور سره وى.
څۀ کسانو ووئيل، ”مونږ خپل پټى، د انګورو باغونه او خپل کورونه د دې دپاره ګاڼه کړى دى چې د قحط په وخت کښې راته کافى خوراک مِلاو شى.“
چې زمکه څۀ پېدا کوى نو هغه بادشاهانو له ځى چې زمونږ د ګناه په وجه تا په مونږ باندې مقرر کړى دى. هغوئ زمونږ او زمونږ د څاروو سره هغه څۀ کوى چې څۀ يې خوښه وى، او مونږ په يوه سخته پرېشانۍ کښې يُو.“
مالداره په غريبانانو باندې حکومت کوى، او قرض اخستونکے د قرض ورکونکى غلام وى.
خو هغوئ هغه کنعانيان ونۀ شړل کوم چې په جزر کښې اوسېدل، نو په دې وجه کنعانيان تر اوسه پورې د اِفرائيميانو سره اوسيږى، خو د کنعانيانو نه يې په زور کار اخلى.