2 څۀ کسانو ووئيل، ”زمونږ خاندان غټ شوے دے او د ژوندى پاتې کېدو دپاره مونږ ته د خوراک ضرورت دے.“
د يوسف نه غله اخستلو دپاره د ټولې دُنيا نه خلق مِصر ته راتلل، ځکه چې قحط په هر ځائ کښې ډېر سخت وو.
ګورئ، ما اورېدلى دى چې په مِصر کښې غله شته، هلته لاړ شئ او لږه واخلئ چې ژوندى پاتې شُو او د لوږې نه مړۀ نۀ شُو.“
يهوداه خپل پلار ته ووئيل، ”دا هلک ما سره ولېږه او مونږ به سمدستى لاړ شُو. هسې نه چې مونږ او تاسو سره د خپلو ماشومان او د لوږې نه مړۀ شُو.
ولې دا به ستا خوښه وى څۀ چې مونږ ستا په وړاندې مړۀ شُو. زمونږ زمکه شاړه کېدو ته مۀ پرېږده. د خوراک په بدل کښې مونږ او زمونږ زمکه واخله. مونږ به د فِرعون نوکران شُو او زمونږ زمکه به د هغۀ شى. مونږ له غله راکړه چې ژوندى پاتې شُو او تخم راکړه چې زمکه وکَرو.“
د پېغمبرانو د يوې ډلې د يو پېغمبر کونډه اليشع له لاړه او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، زما خاوند مړ دے. لکه څنګه چې تا ته پته ده چې هغه د مالِک خُدائ نه يرېدو، نو ما له قرضخوا راغلے دے چې زما دوه زامن بوځى او خپل غلامان يې جوړ کړى.“
څۀ کسانو ووئيل، ”مونږ خپل پټى، د انګورو باغونه او خپل کورونه د دې دپاره ګاڼه کړى دى چې د قحط په وخت کښې راته کافى خوراک مِلاو شى.“
تاسو ډېر تخم کَرلے دے، خو فصل مو لږ رېبلے دے. تاسو خوراک کوئ خو ورباندې مړېږئ نه. تاسو اوبۀ څښئ، خو تنده مو پرې نۀ ختميږى. تاسو جامې اغوندئ، خو پرې نۀ ګرمېږئ. تاسو تنخواه ګټئ، خو صرف په هغه بټوه کښې اچولو دپاره چې په کښې سورى وى.
کۀ تاسو غوږ نۀ نيسئ، او کۀ تاسو د خپل زړۀ نه زما د نوم احترام نۀ کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به په تاسو لعنت نازل کړم، او زۀ به ستاسو نعمتونه لعنتى کړم. په اصل کښې ما هغوئ د اول نه لعنتى کړى دى، ځکه چې تاسو د خپل زړۀ نه زما احترام ونۀ کړو.
کله چې تاسو پېسې يا خوراک، يا بل څيز خپل اِسرائيلى ورور له قرض ورکړئ، نو د هغۀ نه سود مۀ اخلئ.