17 ما به د خپل دسترخوان نه هره ورځ يو نيم سل يهوديانو او د هغوئ مشرانو له روټۍ ورکوله. دا د هغه ټولو خلقو نه علاوه وُو کوم چې د ګېرچاپېره مُلکونو نه ما له راغلى وُو.
نو مفيبوست چې په دواړو پښو شل وو هغه په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به همېشه د بادشاه په دسترخوان خوراک کولو.
داؤد جواب ورکړو، ”يرېږه مه، ستا د پلار په وجه زۀ په تا مِهربانه يم. زۀ به تا له هغه ټوله زمکه واپس درکړم کومه چې ستا د نيکۀ ساؤل وه او تا ته به زما په دسترخوان باندې همېشه هرکلے وئيلے شى.“
اوس ټول اِسرائيل له حُکم ورکړه چې د کرمل په غر ما سره مِلاو شى. هغه څلور نيم سوه د بعل پېغمبران او څلور سوه د اشيرې بُت پېغمبران هم ورسره راوله چا چې د مَلِکه ايزبل نه خوراکونه کول.“
”تا ته پته ده چې زما پلار داؤد هر وخت د هغه ګېرچاپېره مُلکونو د دشمنانو سره جنګونه کول نو په دې وجه هغۀ د مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک دپاره يو کور تر هغې پورې نۀ شو جوړولے چې مالِک خُدائ هغۀ له په خپلو دشمنانو باندې فتح نۀ وه ورکړې.
ما خپل ځان د دېوال د بيا جوړولو دپاره وقف کړے وو او هيڅ جائيداد مې نۀ اخستلو. هر چا چې زما دپاره کار کولو نو هغه د دېوال په بيا جوړېدو کښې شريک وُو.
خو عزتمند انسان د صداقت کار کوى او چې کوم کار صحيح وى نو په هغې باندې کلک ولاړ وى.
د مقدسينو په حاجتونو کښې مدد کوئ او د مسافرانو د مېلمستيا خيال ساتئ.