زما نه مخکښې به چې کوم يو حکمران هم په دفتر کښې وو هغه به په خلقو بوج وو. د ميو او د خوراک دپاره به يې هره ورځ ترې نه څلوېښت د سپينو زرو سيکې غوښتې. د هغوئ نوکرانو به هم د خلقو سره زياتے کولو. خو ما به د هغوئ په شان کار نۀ کولو، ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه يرېدلم.
ما به د خپل دسترخوان نه هره ورځ يو نيم سل يهوديانو او د هغوئ مشرانو له روټۍ ورکوله. دا د هغه ټولو خلقو نه علاوه وُو کوم چې د ګېرچاپېره مُلکونو نه ما له راغلى وُو.
موسىٰ ډېر غصه شو او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”د دوئ نذرانې مۀ قبلوه. ما دوئ يو له هم څۀ تکليف نۀ دے ورکړے، او ما د دوئ نه چرته يو خر هم نۀ دے بوتلے.“
نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.