Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 5:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 په هغه ټولو دولسو کالو کښې چې زۀ د يهوداه د مُلک حکمران وم، د ارتخششتا د سلطنت د شلم کال نه د هغۀ د بادشاهۍ د دوه دېرشم کال پورې، نۀ ما او نۀ زما خپلوانو هغه خوراک خوړلے دے چې کوم د حکمران دپاره مقرر وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 5:14
9 Iomraidhean Croise  

دا د حکلياه د زوئ د حضرت نحمياه کلام دے. کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو نو د هغۀ د بادشاهۍ په شلم کال د کِسليو په مياشت کښې زۀ يعنې حضرت نحمياه په مرکزى ښار سوسه کښې وم.


کله چې داسې کېدل، نو زۀ په يروشلم کښې نۀ وم، ځکه چې د بابل بادشاه ارتخششتا د بادشاهۍ په دوه دېرشم کال زۀ هغۀ له واپس ورغلے وم چې خبر ورورسوم. څۀ وخت وروستو ما ته د هغۀ نه اجازت مِلاو شو چې واپس يروشلم ته تلے شى.


د ارتخششتا بادشاه د بادشاهۍ په شلم کال د نيسان په مياشت کښې په کوم وخت چې بادشاه له مے راغلل، نو ما مے واخستل او بادشاه له مې ورکړل. زۀ د هغۀ په حضور کښې د دې نه مخکښې هيڅکله نۀ وم خفه شوے،


چا ته چې پينځۀ تيلۍ ورکړے شوې وې هغه سمدستى لاړو او سوداګرى يې پرې شروع کړه او پينځۀ تيلۍ يې پرې نورې وګټلې.


نو بيا زما اجر څۀ شے دے؟ صرف دا چې زيرے بيانوم او هغه هم مفت بيان کړم، او د خپل هغه حق نه څۀ فائده وانۀ خلم چې ما ته په زېرى کښې حاصل دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan