Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 5:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 مشرانو ورته ووئيل، ”تا چې څۀ ووئيل مونږ به هغه هم دغه شان وکړُو. مونږ به جائيدادونه واپس کړُو او د قرض د راغونډولو کوشش به نۀ کوُو.“ نو ما اِمامان راوغوښتل او د هغوئ په مخکښې مې د مشرانو نه دا قسم واخستلو چې هغوئ اوس اوس کومه وعده وکړه نو هغه به پوره کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 5:12
15 Iomraidhean Croise  

نو ټولې ګڼې په جواب کښې چغه کړه، ”تۀ صحيح خبره کوې او چې څۀ وائې نو مونږ به هغه هر څۀ وکړُو.“


عزرا پاڅېدو او د اِمامانو د مشرانو، ليويانو او د ټولو بنى اِسرائيلو نه يې دا قسم واخستو چې هغوئ به د سکانياه په مشوره باندې عمل کوى. نو داسې هغوئ قسم وکړو.


مونږ د خپلو مشرانو سره په يو قسم کولو کښې شريک شُو او ومو وئيل چې مونږ کۀ قسم مات کړو نو په مونږ دې لعنت وى او دا چې مونږ به د خُدائ پاک د قانون په مطابق خپل ژوند تېروو، هم هغه قانون کوم چې خُدائ پاک د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه راکړے وو، چې مونږ به هغه هر څۀ منو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې حُکم راکوى، او چې مونږ به د هغۀ ټول قانون او اصُول منو.


مونږ دا وعده وکړه چې د هغه مُلک د غېرو قومونو خلقو له به خپلې لوڼه نۀ ورکوو او د هغوئ لوڼه به خپلو زامنو ته نۀ وادۀ کوُو.


کۀ د پردى مُلک خلق څۀ غله يا بل هر څيز هم د سبت يا په بله هره مقدسه ورځ په مونږ باندې د خرڅولو دپاره راوړى، نو مونږ به يې د هغوئ نه نۀ اخلو. په هر اوؤم کال به مونږ زمکه نۀ کرو او ټول قرضونه به معاف کوُو.


ما هغه سړو له خبردارے ورکړو، په هغوئ مې لعنت ووئيلو، ومې وهل او وېښتۀ مې ترې نه وويستل. بيا مې ترې نه د خُدائ پاک په نوم باندې دا قسم واخستو چې هغوئ او د هغوئ بچى به هيڅکله د پردى مُلک د خلقو سره ودونه نۀ کوى.


نو تاسو به نن خامخا هغوئ له د هغوئ پټى، د انګورو باغونه، د زيتُونو ونې او د هغوئ کورونه واپس ورکوئ. او لکه کله چې مو پېسې، غله، د انګورو نوى مے او د زيتُونو تېل قرض ورکول او چې کوم سود مو ترې نه اخستے دے هغه واپس ورکړئ.“


خو عيسىٰ چپ پاتې شو. نو بيا مشر اِمام ووئيل چې، ”زۀ د ژوندى خُدائ پاک قَسم درکوم چې ووايه، تۀ په رښتيا مسيح، د خُدائ پاک زوئ يې کۀ نه؟“


خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan