نحمياه 5:11 - Pakistani Yousafzai Pashto11 نو تاسو به نن خامخا هغوئ له د هغوئ پټى، د انګورو باغونه، د زيتُونو ونې او د هغوئ کورونه واپس ورکوئ. او لکه کله چې مو پېسې، غله، د انګورو نوى مے او د زيتُونو تېل قرض ورکول او چې کوم سود مو ترې نه اخستے دے هغه واپس ورکړئ.“ Faic an caibideil |
زۀ ستاسو په وړاندې يم. کۀ ما څۀ غلط کار کړے وى، اوس اوس د مالِک خُدائ او د هغه بادشاه په مخکښې په ما اِلزام ولګوئ کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. ما د چا غوَيے يا د چا خر بوتلے دے څۀ؟ ولې ما څوک دوکه کړے دے يا مې په چا ظلم کړے دے څۀ؟ ما د چا نه رشوت اخستے دے څۀ؟ کۀ ما دا يو کار هم کړے وى، نو ما چې څۀ هم اخستى وى هغه به واپس ورکړم.“