نه، زۀ چې څنګه روژه غواړم هغه داسې ده يعنې، د بېاِنصافۍ په زنځيرونو کښې راګېر خلق آزاد کړئ، د خپلو ماتحتو بوج کم کړئ. مظلومان آزاد کړئ، هر جغ مات کړئ.
دا هغه څۀ دى چې تاسو به يې خامخا کوئ. هر چا چې خپلو بنى اِسرائيلو له قرض ورکړى وى نو هغه به ورته معاف کوى، هغه به د خپل ګاونډى يا د هغۀ د خپلوانو نه دا قرض واپس نۀ اخلى، مالِک خُدائ په خپله دا اِعلان کړے دے چې قرض معاف شو.