9 خو مونږ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو او د هغوئ خِلاف مو شپه او ورځ په څوکيدارۍ باندې سړى ولګول.
هغه سړى ورته ووئيل، ”د نن نه پس به ستا نوم يعقوب نۀ وى. تا د خُدائ پاک او د انسان سره مقابله کړې ده او تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نوم اِسرائيل وى.“
د يهوداه خلقو يوه سندره لرله او هغوئ ووئيله، ”مونږ مزدوران کمزورى شوى يُو، دومره ماتې خَښتې به څنګه اوچتوُو. مونږ دا دېوال نن څنګه جوړ کړُو؟“
زمونږ د دشمنانو خيال دا وو چې مونږ به خپل دشمنان ونۀ ګورو او نۀ به تر هغې پورې دا پته راته ولګى چې څۀ کيږى چې ترڅو پورې هغوئ مونږ ته رارسېدلى نۀ وى، مونږ به ووژنى او زمونږ کار به بند کړى.
هغه د چالاکو منصوبې ګډې وډې کړى، نو داسې د هغوئ په لاس کښې هيڅ کاميابى نۀ راځى.
مالِک خُدائ د قومونو منصوبې بېنتيجې کوى، هغه د هغوئ ټولې منصوبې باطلوى.
په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“
د مالِک خُدائ نظر په عالمانو باندې وى، خو هغه د بېوفا خلقو منصوبې ورانوى.
بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“
خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“
تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى.