Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 4:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 ما د شپې هم خپلې جامې نۀ ويستلې، نۀ زما ملګرو، نۀ زما خِدمتګارانو او نۀ زما څوکيدارانو ويستلې. او کۀ مونږ د اوبو دپاره هم تلو نو مونږ ټولو به وسله د ځان سره ساتله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 4:23
8 Iomraidhean Croise  

په هغه وخت کښې ما هغه مشرانو سړو ته ووئيل چې هغوئ او د هغوئ ټول مدد کوونکى به د شپې په يروشلم کښې ايساريږى، نو چې داسې مونږ د شپې د ښار څوکيدارى کوُو او د ورځې به کار کوُو.


څۀ موده وروستو ډېرو سړو او ښځو، د خپلو يهوديانو خِلاف شکايت شروع کړو.


ما خپل ځان د دېوال د بيا جوړولو دپاره وقف کړے وو او هيڅ جائيداد مې نۀ اخستلو. هر چا چې زما دپاره کار کولو نو هغه د دېوال په بيا جوړېدو کښې شريک وُو.


ما دوه سړى د يروشلم په ښار باندې مشران مقرر کړل، هغه زما ورور حنانى او د قلعه مشر آفسر حننياه وُو. حننياه اعتمادى سړے وو او هغه د نورو نه زيات د خُدائ پاک نه يرېدو.


هغوئ يو بل له ديکې نۀ ورکوى، هر يو په خپله لاره نېغ ځى. او هغوئ د صفونو په صورت کښې د دشمن په مورچو ورننوځى.


خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بې‌فائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.


د اوبو په ګودرو کښې د سندرغاړو آواز واورئ. هغوئ د مالِک خُدائ فتحې بيانوى، چې د بنى اِسرائيلو فتحې دى. بيا د مالِک خُدائ خلق د ښار د دروازو طرف ته روان شول.


نو هغه د خپلو سړو سره د ضلمون غر ته وختلو. هلته هغۀ يو تبر واخستلو، د ونې څانګه يې ماته کړه او په خپله اوږه يې کېښوده. هغۀ خپلو سړو ته ووئيل چې، ”زر شئ او هم دغه شان وکړئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan