22 په هغه وخت کښې ما هغه مشرانو سړو ته ووئيل چې هغوئ او د هغوئ ټول مدد کوونکى به د شپې په يروشلم کښې ايساريږى، نو چې داسې مونږ د شپې د ښار څوکيدارى کوُو او د ورځې به کار کوُو.
نو هره ورځ، د سحر نه واخله د شپې تر هغه وخته پورې چې ستورى به راښکاره شول، زمونږ نيمو کسانو به کار کولو، خو هغه نور نيم به د نېزو سره د څوکيدارۍ دپاره ولاړ وُو.
ما د شپې هم خپلې جامې نۀ ويستلې، نۀ زما ملګرو، نۀ زما خِدمتګارانو او نۀ زما څوکيدارانو ويستلې. او کۀ مونږ د اوبو دپاره هم تلو نو مونږ ټولو به وسله د ځان سره ساتله.