Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 4:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 کۀ تاسو د بيګل آواز واورئ، نو ما ته راغونډ شئ. زمونږ خُدائ پاک به زمونږ دپاره جنګ کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 4:20
10 Iomraidhean Croise  

يوآب هغۀ ته ووئيل، ”کۀ تا ته پته ولګى چې شاميان ما له شکست راکوى، نو راشه او زما مدد وکړه او کۀ عمونيان تا له شکست درکوى، نو زۀ به درشم او ستا مدد به وکړم.


ما خلقو، د هغوئ آفسرانو او مشرانو ته ووئيل، ”دا کار په دومره ډېره فاصله باندې خور دے چې مونږ په دېوال باندې د يو بل نه ډېر زيات لرې يُو.


نو هره ورځ، د سحر نه واخله د شپې تر هغه وخته پورې چې ستورى به راښکاره شول، زمونږ نيمو کسانو به کار کولو، خو هغه نور نيم به د نېزو سره د څوکيدارۍ دپاره ولاړ وُو.


مالِک خُدائ به ستاسو دپاره جګړه وکړى، تاسو غلى کښېنئ.“


مالِک خُدائ د هغوئ د جنګى ګاډو پايې ونښلولې، نو چې هغه په سختۍ سره چلېدلې. مِصريانو ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خِلاف د بنى اِسرائيلو دپاره جګړه کوى. راځئ چې د بنى اِسرائيلو نه وتښتُو.“


بيا به مالِک خُدائ لاړ شى او د هغه قومونو خلاف به داسې جنګ وکړى، لکه څنګه چې هغۀ پخوا جنګ کړے وو.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو لارښودنه وکړى او هغه به ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ ستاسو په مخکښې په مِصر کښې وکړل


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه به ستاسو د دشمنانو خِلاف جنګ کوى او فتح به درکړى.


د هغوئ نه مۀ يرېږئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو دپاره جنګ وکړى.


ستاسو هر يو کس زر سړو له منډه ورکولے شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan