16 د هغه وخت نه واخله زما نيمو سړو به کار کولو او نيم کسان به د څوکيدارۍ دپاره ولاړ وُو. هغوئ زغرې اغوستې وې او نېزې، ډالونه او غشى ورسره وُو. او زمونږ مشرانو د خلقو سره پوره مدد کولو،
زمونږ دشمنان خبر شول چې مونږ ته دا پته لګېدلې ده چې هغوئ څۀ منصوبه جوړوله او چې خُدائ پاک د هغوئ منصوبې خرابې کړې دى. نو مونږ ټول د دېوال د بيا جوړولو دپاره واپس روان شُو.
يعنې د هغه خلقو سره چا چې دېوال جوړولو. چې کومو کسانو به د عمارت سامان وړلو نو هغوئ به هم په يو لاس باندې کار کولو او په بل لاس کښې به يې وسله نيولې وه،
ما د شپې هم خپلې جامې نۀ ويستلې، نۀ زما ملګرو، نۀ زما خِدمتګارانو او نۀ زما څوکيدارانو ويستلې. او کۀ مونږ د اوبو دپاره هم تلو نو مونږ ټولو به وسله د ځان سره ساتله.
زما سترګې به په دُنيا کښې د ايماندارو په لټون شى، چې هغوئ ما سره اوسيږى. د چا کردار چې بېداغه وى نو هغوئ به زما خِدمت کوى.
په هغې کښې به د سر دپاره يو سورے وى، چې غاړه يې مضبوطه ګنډلے شوى وى چې ونۀ شليږى.
هغوئ ټول په تُورو باندې سمبال دينه، او په جنګ کښې هم ماهر دينه، هر يو سره په ترخ کښې تُوره ده، او هغوئ په شپه کښې د بادشاه د حفاظت کولو جوګه هم دينه.
خپل آسونه زين کړئ او ورباندې سوارۀ شئ. صفونه جوړ کړئ او د جنګ ټوپۍ په سر کړئ. خپلې نېزې تېرې کړئ، او زغره واچوئ.