Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 4:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 زمونږ دشمنان خبر شول چې مونږ ته دا پته لګېدلې ده چې هغوئ څۀ منصوبه جوړوله او چې خُدائ پاک د هغوئ منصوبې خرابې کړې دى. نو مونږ ټول د دېوال د بيا جوړولو دپاره واپس روان شُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 4:15
13 Iomraidhean Croise  

کله چې داؤد خبر شو چې اخى‌تُفل په بغاوت کښې د ابى‌سلوم سره ملګرے شوے دے نو هغۀ داسې دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د اخى‌تُفل مشوره په کم عقلتوب بدله کړه.“


ابى‌سلوم او ټولو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”د حوسى مشوره د اخى‌تُفل د مشورې نه ښۀ ده.“ مالِک خُدائ دا فېصله کړې وه چې د اخى‌تُفل ښۀ مشوره به نۀ شى منلے، نو داسې هغه به په ابى‌سلوم باندې تباهى راولى.


د هغه وخت نه واخله زما نيمو سړو به کار کولو او نيم کسان به د څوکيدارۍ دپاره ولاړ وُو. هغوئ زغرې اغوستې وې او نېزې، ډالونه او غشى ورسره وُو. او زمونږ مشرانو د خلقو سره پوره مدد کولو،


هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.


زۀ د دروغو نبوت کوونکى دروغژن ثابتوم، او د فالګرو نه کم عقلان جوړوم. زۀ د هوښيارانو خلقو خبرې غلطى ثابتوم او د هغوئ حِکمت په کم عقلتوب بدلوم.


تاسو چې څۀ منصوبې هم جوړَوئ هغه به بې‌فائدې وى. تاسو چې څۀ فېصله هم کوئ هغه به ناکام کيږى، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ مل دے.


د دې مثال د هغه سړى په شان دے چې د کوره لرې روان وى او څۀ وخت چې خپل کور نه ځى نو خپلو نوکرانو ته اختيار ورکړى چې هر يو دې خپل کار کوى او څوکيدار ته هم حکم ورکړى چې بېدار اوسى.


په کار کښې سستى مۀ کوئ، او د مالِک په خِدمت کښې روحانى جوش‌و‌جذبه قائمه ساتئ.


په آرام سره ژوند تېرول خپل مقصد جوړ کړئ او په خپل کار کښې مشغول اوسئ او په خپلو لاسونو په کار کسب کښې همت کوئ، څنګه چې مونږ تاسو ته تعليم درکړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan