9 د يروشلم د نيمې ضِلعې حکمران د حُور زوئ رفاياه ورپسې برخه جوړه کړه.
د حرومف زوئ يدعياه ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ د خپل کور سره نزدې وه. د حسبنياه زوئ حطوش ورپسې برخه جوړه کړه.
د يروشلم د نورې نيمې ضِلعې حکمران يعنې د هلوحيس زوئ سلوم ورپسې برخه جوړه کړه. د هغۀ لوڼو په دې کار کښې د هغۀ مدد کولو.
د بيتصور د نيمې ضِلعې حکمران د عُزبق زوئ نحمياه ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د داؤد د خاندان د قبرستان، تالاب او د فوجيانو کورونو پورې وه.
دې ليويانو د هغه دېوال نورې برخې بيا جوړې کړې: د بانى زوئ رحُوم ورپسې برخه جوړه کړه، د قعيله د نيمې ضِلعې حکمران، حسبياه د خپلې ضِلعې د طرفه ورپسې برخه جوړه کړه،