8 د حرهياه زوئ عُزىاېل زرګر ورپسې برخه جوړه کړه. حننياه عطر جوړوونکى ورپسې برخه جوړه کړه، چې د پلن دېوال پورې حِصه وه.
بيا يوسف خپلو خِدمت کوونکو حکيمانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ د پلار د لاش اوچولو بندوبست وکړى چې خراب نۀ شى.
د هغه کسانو بله ډله کومو چې شکريه ادا کوله د دېوال د سر سره ګس طرف ته لاړل او نيم خلق ما سره ورپسې روان وُو. مونږ د تنور د مينارې نه تېر شُو او پلن دېوال ته لاړُو،
او د غوړولو مقدس تېل ترې نه جوړ کړه، داسې يې مِلاو کړه لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى.
څنګه چې مړۀ مچان خوشبودار عطر خرابوى نو داسې لږ شان کم عقلتوب ډېر حِکمت او عزت خرابولے شى.
خلق خپلې کڅوړې کولاو کړى او سرۀ زر ترې نه غورزوى، هغوئ په تله سپين زر تلى. هغوئ زرګر له پېسې ورکړى چې يو بُت ورله جوړ کړى، او بيا ورته ټيټيږى او عبادت يې کوى.