6 د فاسح زوئ يويدع او د بسودياه زوئ مسلام د يسانه دروازه بيا جوړه کړه. هغوئ تيرونه او دروازې په خپلو ځايونو کښې ولګول او د تاله کولو دپاره يې په دروازه کښې اړمونه او کُنډې ولګول.
صرف د عساهيل زوئ يونتن، د تِقوه زوئ يحزياه د دې منصوبې مخالفت وکړو، مسلام او يو ليوى سبتى ورسره په دې کښې ملګرى وُو.
او د هغه ځائ نه مونږ د اِفرائيم دروازې نه، يسانه دروازې نه، د کبانو دروازې نه، د حننايل مينارې او د سلو مينارې نه روان وُو او د ګډو دروازې ته لاړُو. او مونږ خپل تګ د خُدائ پاک د کور دروازې سره نزدې بس کړو.
د تقوع سړو ورپسې برخه جوړه کړه، خو د هغوئ مشرانو د هغه کار کولو نه اِنکار وکړو کوم کار چې هغوئ ته خپلو ټېکدارانو حواله کړے وو.