Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 3:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 د شلمياه زوئ حننياه او د صلف شپږم زوئ حنون ورپسې دوېمه برخه جوړه کړه. د برکياه زوئ مسلام ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ کور مخې ته وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 3:30
5 Iomraidhean Croise  

ما دا سړى د ګودامونو مشران مقرر کړل: شلمياه، چې يو اِمام وو، صدوق، چې د شريعت يو عالِم وو، او فداياه ليوے. د متنياه نمسے او د زکور زوئ حنان د هغوئ مددګار وو. دا اعتبارى کسان وُو، او د هغوئ دا ذمه وارى وه چې په ليويانو باندې د سامان په تقسيمولو کښې د ايماندارۍ نه کار واخلى.


د اِمير زوئ صدوق ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ کور په مخکښې وه. د نمرخاتۀ طرف دروازې څوکيدار د سکانياه زوئ سمعياه ورپسې برخه جوړه کړه.


مُلکياه زرګر ورپسې برخه جوړه کړه، دا تر هغې پورې وه چې کوم کور د خُدائ پاک د کور کاريګرو او سوداګرو استعمالولو، کوم چې د حاضرۍ دروازې سره وو، دا د هغه کوټې سره نزدې وو چې د شمالى نمرخاتۀ طرف ته د ګوټ دېوال دپاسه وو.


د اورِياه زوئ او د هقوض نمسى مريموت ورپسې برخه جوړه کړه. د برکياه زوئ او د مشيزب‌ايل نمسى مسلام ورپسې برخه جوړه کړه. د بعنه زوئ صدوق بله برخه جوړه کړه.


په يهوداه کښې ډېرو خلقو د طوبياه ملګرتيا ځکه کوله چې د هغۀ سخر د ارخ زوئ سکانياه يهودى وو. د دې نه علاوه، د هغۀ زوئ يهوحنان د برکياه د زوئ د مسلام لور وادۀ کړې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan